جمعه , نوومبر 24 2017
کور / موخه او تګلاره

موخه او تګلاره

ولې افغان ټکی اسیا؟

که له نړۍ وروسته يواځې خپلو ګاونډيو هېوادونو ایران،پاکستان، هند او چين ته پاملرنه وکړو دا هغه هېوادونه دي، چې د نورو پرمختګونو سره – سره يې د انټرنيټي ویبپاڼو شمېر خو را ډیر لوړ دی چې له دې جملې څخه ایران هغه هېواد دی، چې زرګونه ویبپاڼې او بلاګونه لري او له همدې لارې د خپل هېواد مذهب، کولتور او سياست بډاينې لپاره يې بې څارې خدمتونه کړي او خپل هېواد او ملت يې له هرې برخې نه اګاه او خبر ساتلي دی او په خپل هېواد کې يو شمېر هغه ویبپاڼې يې هم بندې او د سانسور په حالت کې ساتلي کوم ، چې دې هېواد ته زيان اړوي او خلک يې د ناسم فکری بدلون لورې ته بيايي.

مونږ هم دهمداسې یو احساس له مخې مټې رانغاړلي ترڅو په خپل هېواد کې داسې يوه ويبپاڼه او په راتلونکې ويبپاڼې ولرو، چې د خپل اسلام مبارک دين په رڼا کې خپلو خلکو ته ګټور معلومات وړاندې کړو او ځوانانو ته داسې يو احساس او روحيه ورکړو، چې دهمدې پاڼې او يا بلې ځانګړې پاڼې له لارې ديني، عصري او خبري توکي وړاندي کړو.

که په ګوګل کې د پښتو يا دري مطالبو لټون کوو نو ډیر کم معلومات به ترلاسه کړو او یا به ناهیلي پاتي شو، راځئ، چې له همدا نن نه يې پيل کړو او په هره برخه کې په پښتو او دري معلومات وليکو او خپله ژبه په انلاين نړۍ کې غني وساتو.

 

د افغان ټکی اسیا خپرنيزه تګلاره:

  1. افغان ټکی اسیا يوه بې پرې، ناپېيلې او خپلواکه غير سياسي ویبپاڼه ده، چې د افغان خير انديشه ځوانانو له لوري اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پام او درناوي او د اسلام مبارک دين اساساتو او افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رسنيو قانون په رعايت سره اسلامي، عصري، ورزشي، سياسي، او ټيکنالوژيکي معلومات د متن، غږ او انځور په بڼه خپروي.

 

  1. افغان ټکی اسیا د هيڅ ډلې او بنسټ سره تړاو نلري او نه کوم مالي امکانات يا سپورټ لري بلکې افغان ځوانان يې د خپلې هیوادنۍ مينې او اسلامي جزبي او انګيزې له مخې چلوي.

 

  1. د افغان ټکی اسیا متني توکي خبرونه، راپورونه، اقتصادي او ټيکنالوژيکي معلومات غږيز توکي يې، حمدونه، نعتونه او د افغان علماوو غیر سیاسي نصيحيتي وعظ او تقاریر دی، چې انځوريز توکي يې د افغانستان او نړۍ حالاتو مستند عکسونه او ويډيوګاني دي.

 

  1. به دغه پاڼه کې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پام په پښتو اودري ژبو معلومات خپريږي.

 

  1. افغان ټکی اسیا ليکوالو او ژورناليستانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو، د ښوونځيو استادانو او زده کونکو او ټولو افغانانو ته دهمکارۍ بلنه ورکوي.

 

  1. افغان ټکی اسیا هيچاته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې د ميشتو قومونو ژبو، عنناتو، توکم او مذهب ته سپکاوی وکړي او تعصب ته لمن ووهي.

 

  1. په افغان ټکی اسیا کې خبري توکي او نور معلومات له چاڼ او فلتر وروسته خپریږي.

 

  1. په افغان ټکی اسیا کې د نورو رسنیو خبرونه هم په اتومات بڼه خپريږي، چې د خبر اصلي سرچيني لينک هم ور سره وي او مسئوليت يې د همغې رسنۍ په غاړه دی.

 

  1. د افغان ټکی اسیا کار کوونکي مسول دي څه، چې خپروي بايد وار له مخې يې په درست ډول ولولي ترڅو داسې څه خپاره نه کړي، چې د اسلام مبين دين سره په ټکر کې واقع شي.

 

  1. په افغان ټکی اسیا کې د خپرې شوې مقالې مسول د مقالې ليکونکی او د هماغې برخې خپرندوی دی.

 

  1. په افغان ټکی اسیا کې ملي روحيې ته زيان اړونکې مقالې او ليکنې بندي دي.

 

  1. افغان ټکی اسیا به هغه څه خپروی، چې د ټولنې داصلاح او پرختګ سبب وي.

 

  1. د خبرونو د خپراوي پرمهال به افغان ټکی اسیا د امکان په صورت کې د طرفينو نظرونه ضرور اخلي.

 

  1. داچې انسان له سهوې او تيروتنې سره مخ دی د تير وتنې پرمهال به د افغان ټکی اسیا اداره یا استازی د مقابل جانب نه بښنه غواړي او خپاره شوي معلومات به له پاڼې په بشپړ ډول ړنګوي.

 

  1. هيچاته د دې اجازه نشته، چې په پاڼه کې داسې معلومات او يا نظر خپور کړي، چې د شخصي تعصباتو او بې ځایه احساساتو له امله د يو شخص، قوم، ډلې او ځای سپکاوی وکړي.

 

  1. افغان ټکی اسیا خپرندويانو يا اکاونټ لرونکو ته به د ناسمو معلوماتو په غبرګون کې درې ځلې لارښونه کيږي که بدلونه ونه ليدل شي نو له غړيتوبه – به وويستل شي.

 

  1. په افغان ټکی اسیا کې د درواغو خبرونو، پروپاګند، توهین، تبليغاتو او پر اشخاصو تور لګولو لپاره هيڅ ځای نشته.

 

  1. په پاڼه کې بې محتوا ليکنې او د سایت له منابع څخه بې ځایه ګټه اخيستنه جدا منع ده.

 

  1. په افغان ټکی اسیا کې د افغانستان موجوده حکومت او د حکومت مخالفې ډلې پسې منفي بافه ليکنې، توهين او بده وینا کول په کلي ډول منع دي بلکې يواځې اصلاحي ليکنې مجاز دي.

 

  1. که تاسو د پورته مادو په تطبیق کولو برلاسي ياست نو خپلې ليکنې او معلومات مو د خپراوي په موخه را واستوئ او که غواړئ، چې د پاڼې دايمي غړي او خپرندوی و اوسئ؛ نو مونږ سره اړيکه ونيسئ.

 

په درنښت

د افغان ټکی اسيا اداره