دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / نړۍ / امريکا له ملګرو ملتونو په شمالي کوريا د نورو بنديزونو غوښتنه کړې

امريکا له ملګرو ملتونو په شمالي کوريا د نورو بنديزونو غوښتنه کړې

د امريکا متحده ايالاتو ملګرو ملتونو ته په يوه پرېکړه‌ليک کې وړانديز کړی، چې پر شمالي کوريا دې د تېلو پر پلورلو بنديز ولګول شي او د دې هېواد د حکومت او مشر کېم جونګ اون شتمني دې کنګل شي.
په دغې مسوده کې چې پرون امريکايي او نورو رسنيو ترلاسه کړې دغه ‌راز غوښتنه شوې چې د کېم جونګ اون پر سفر کولو دې بنديز ولګول شي، د شمالي کوريا د نساجۍ صادرات او له دې هېواد بهر د سل زره کوريايي کارګرو تنخواوې دې بندې شي.
ياد غوښتنې د شمالي کوريا د قاره ويشتونکو او اټومي وسلو د پرله ‎پسې ازموينو په ځواب کې کېږي.
د ملګرو ملتونو په مسوده کې دغه‌ راز د شمالي کوريا د هوايي شرکت چې پيکېنګ او د چين نورو ښارونو او هم د روسيې ولادي واستوک ښار ته الوتنې کوي، د پانګې د بندېدو غوښتنه شوې ده.
د شمالي کوريا او د نړۍ د قدرتونو په تېره بيا د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.
د شمالي کوريا متحدينو، چين او روسيې هم د دې هېواد وروستۍ ازموينې غندلې دي.

 


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *