دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / اسلامي ليکنې / د سپينو ويښتانو تورول څه حکم لري ؟

د سپينو ويښتانو تورول څه حکم لري ؟

که یو څوک ځوان وي یا سپینږیری د هغه ږیرې یا سر وېښتان سپین وي نو هغه یې تورولی شي په تور رنګ او ځوان وایي چې زه وېښته توروم که یې تور نه کړم بد معلومیږم؟

شاولی خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

امام نووي رحمه الله په ریاض الصالحين کې يو مستقل باب د (نارينو او ښځو د پاره د ويښتانو په تور رنګ رنګولو ممانعت )  په نوم ليکلی او په دې باب کې يې د مسلم شريف مشهور حديث را نقل کړی دی چې : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د مکې د فتحې په ورځ د ابوبکر صديق رضی الله عنه  پلار ته وفرمايل : غيروا هذا واجتنبوا السواد ( صحيح المسلم )

يعنې : دا سپنوالی څه څيز سره ( رنګ سره تبديل کړئ ) مګر توروالي نه ځان وساتئ (په تور رنګ يې مه رنګوئ) .

د تور رنګ په اړه د اهل علم تر مينځ اختلاف دی چې ځنې يې په کراهيت قائل او ځنې په حرمت مګر اکثر متخرين علماء يې په حرمت قائل دي ځکه په دې اړه د ابوداود او نسايي په يوه حديث شريف کې سخت وعيد ذکر شوی دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : سيكون قوم يخضبون في آخر الزمان بالسواد كحواصل الحمام، لا يريحون رائحة الجنة. رواه أبو داود ، نسايي .

يعنې : په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي لکه د کوترې سينه، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .

که څه هم ددې حديث په اسنادو کې د علماء تر مينځ اختلاف دی ، خو د احاديثو د څړنې معتبر منبع الموسوعة الحديثه صحيح الاسناد بللی دی .

د ويښتانو په تور رنګ رنګول د مذاهبو په اتفاق منع دي مګر په نکريزو رنګول يې جايز دي .

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د ويښتانو سره کول په نکريزو باندې مستحب دي (فقه علی مذاهب الاربعه )

دې ته مو پام وي چې په نن عصر کې تور رنګ ته د نکريزو نوم ورکوي بلکې تور رنګ منع دي هغه که هر ډول ماده وي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *