کور / اسلامي / اولادونه څنګه له خوب څخه لمانځه ته پاڅوم ؟

اولادونه څنګه له خوب څخه لمانځه ته پاڅوم ؟

سلامونه او نيکې هيلې مې ومنی ، زه چې کله خپل اولادونه سهار لمانځه پاڅوم ، نه پاڅيږي څو ځله بيدار او بيا بيده شي کله یې همداسې پريږم ، د دغه لپاره که يوه لاره را وښیی ښه به وي .

په درناوی – عبدالله اصلاحي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې اولادونه لمانځه ته پاڅوي نو دوه شيان په پام کې نيسه :

لومړی : د اولاد ديني تربيت او لمانځه ته پاڅول ستا مسئوليت دی .

وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ] (التحريم:۶).

ژباړه:  ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي .

کچېرې ستا په کور کې اور بل شي او دا اور هغه کوټې او اتاق ته ور روان وي چې ستا اولادونه پکې وي نو خپله اولادونه به څنګه پاڅوې ؟

اولادونه په پوره احساس ، زړه سوي او مسئوليت سره پاڅوه ځکه چې د لمانځه په ترک کې لوی عذاب دی .

که دا احساس ولرې هغوی به ضرور  بيدار کړي که په هره طريقه سره وي .

دوهم : دا کار ستا لپاره عبادت دی او په دې کار کې ستا لپاره لوی اجر دی او ستا د اولاد د لمانځه په اجر کې ستا لپاره هم اجر دی نو دا کار په پوره حوصله او صبر تر سره کوه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنْ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا»( مسلم ).

ژباړه : چا چې د نيکۍ طرف ته خلک دعوت کړل نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

کچېرې پورته دوه مقصدونه ولرې نو ته په دې کار کې کامياب شي ان شاء الله .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *