کور / اسلامي / د هيوادونو د اختلاف مطالع په وجه د لمانځه تکرار ته ضرورت نشته

د هيوادونو د اختلاف مطالع په وجه د لمانځه تکرار ته ضرورت نشته

د اسلامي انلاین پاڼې چلوونکو سلامونه مې اومنی هیله ده چې ټول به روغ وی

بعد دوه پوښتنېلومړۍ: کله چې له دوبی امریکا ته را روان شي نو ډېره لار ده سهار راځي ځیني وختونه ماښام راسیږي په لار کې څو ځله ماښام ماسپیښن او مازدیګر راځي خو کله چې امریکا ته رسیږي همغه ورځ او همغه تاریخ وي نو سړی به کوم لمونځ کوي یعنې که قضا شي څو لمونځونه به راګرځوې ؟

دوهم: دلته زه په کلیفورنیا کې د سان ډیاګو په ښار کې یم خو یو یوې خوا ته لمونځ کوي بل بلې خوا ته عرب وايي چې دلته ختیځ ته لمونځ کیږي په دې اړه ستاسو مشوره غواړم چې کوم خوا باید لمونځ وشي

مننه

ورور مو ابدالي محزون


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې مسافر په الوتکه کې ناست وي او د لمانځه وخت ورباندې راشي کچېرې د الوتکې تر کيناستو پورې د لمانځه د قضا کيدو ويره وي نو په طياره کې به په اشاره سره لمونځ ادا کړي .

کچېرې دی لمونځ ادا کړي مثلاً د مازديګر لمونځ خو کله چې بل ښار يا هيواد ورسیږي هلته د لمازديګر وخت وي نو د لمانځه تکرار او قضاء ته ضرورت نشته .

جاء في فقه الاکاديمية الاسلامية / دوکتور عثمان الزهراني :

لو صلى في بلده المغرب، غربت الشمس، ثم ركب الطائرة، فلما صعد بالطائرة وجد أن الشمس لا زالت لم تغرب، فهل يعيد الصلاة أم أن صلاته الأولى تكفيه، نقول: لا، هو صلى بناءً على أمرٍ شرعيٍّ، فلا نلزمه بإعادة الصلاة.

و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :

 إذا حان وقت الصلاة، والطائرة مستمرة في طيرانها، ويخشى فوات وقت الصلاة قبل هبوطها في أحد المطارات، فقد أجمع أهل العلم على وجوب أدائها بقدر الاستطاعة، ركوعاً وسجوداً واستقبالاً للقبلة”

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء من الفتوى رقم: (6275).

د دوهمې پوښتنې ځواب

د قبلې معلوملو لپاره سافټويرونه شته په آيفون او نورو تيليفونو کې وي يا به هغه نصب کړې په هر ځای کې قبله ورباندې معلوميږي .

او د لمانځه وختونه به داسې معلوموئ

پخپل تيلفون يا کمپيوټر کې د آذان سافتوير نصب کړي په سافتوير کې موقعيت امريکا او بيا د استوګڼې ښار نښه کړئ د هرې ورځې د لمانځه وختونه درته معلوموي له لاندې لينک څخه يې ښکته کړي .

https://www.islamicfinder.org/athan/?language=ar

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *