جمعه , نوومبر 24 2017
کور / اسلامي ليکنې / و ښځې ته دری طلاقه ويل څه حکم لري ؟

و ښځې ته دری طلاقه ويل څه حکم لري ؟

وښځي ته ويل چي پرما په درې طلاقه طلاقه يې کوم طلاق واقع کيږي اودحل لاره يې دحنفي فقه په رڼا کښ راته واضح کړۍ مهرباني به مووي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اکثره اهل علم صحابه ، تابعين او څلورو مذاهبو په نزد دری طلاقه هغه که په يوه کلمه کې وي يا ځلا ځلا پر يو ځای وي د دريو طلاقو حکم لري .

و  فی  فتح  القدیر  لابن  الهمام  الحنفی‌:

«‌ذهب  جمهور  الصحابة و التابعین  و من  بعدهم  من  ائمه  المسلمين  الی  انه  یقع  ثلاثاً»‌.(فتح القدير:3/330)

و فی  الدر  المختار:

‌«‌و  البدعی  ثلاث  متفـرقة أو  ثنتان  بمرة أو  مرتین  فی  طهر  واحد‌»‌.

و  فی  الرد:

« (‌قو‌له‌: ثـلاث  متفرقة‌) و کذا  بکلمة واحدة  بالا ولی‌»‌.(رد المحتار:2/454)

و  فی  اعلاء  السنن‌:

«‌لا  خلاف  بين الائمة  الأربـعة  فی  وقوع  الطلقات  الثلاث جملة ‌کـمـا  صرح به ابن  القیم  فی زاد  المعاد»‌.(اعلاء السنن للعلامة ظفر احمد العثماني:11/174)

د دريو طلاقو په ورکولو سره په سړي باندې ښځه بالکل حرامه ګرځي او د حلالې بغير د هغه سره نکاح کول او يو ځای کيدل حرام دی .

حلاله داچې هغه ښځه بل خاوند وکړي هغه وفات شي د هغه وروسته د مرګ عدت پوره شي ، يا طلاق ورکړي د طلاق عدت پوره شي د هغه نه وروسته نکاح ورسره کولای شي او بس .

«و ان ‌کان الطلاق‌ ثلاثاً ‌فی الحروة ثنتین فی الأمة لم تحـل له حتی تنـکح زوجاً غیره  نکاحاً ‌صحیحاً و یدخل بها ثم‌ یطلقها أو یموت ‌عنها،‌ کذا فی  الهدایة‌»‌.(الهنديه:1/473)

انا لله و انا اليه راجعون

و الله سبحانه تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *