جمعه , نوومبر 24 2017
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلونو ټیم سبا هند ته روانېږي

د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلونو ټیم سبا هند ته روانېږي


د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلونو ملي لوبډله د سوبرتو کپ په سیالیو کې د ګدون په هدف سبا د هند په لور روانېږي.

د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر طاهر روفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې لوبډلې په جوړښت کې ۱۶ لوبغاړي او دوه روزنکي شامل دي.

افغانستان په دغو سیالیو کې د بنګله دېش، سریلانکا، بوتان او نیپال سره په یوه ګروپ کې دی.

د هند سوبرتو کپ په سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۳۲ د فوټبال لوبډلې ګډون کوي.

د فوټبال لیګ د شپږم پړوا څلورمه لوبه اوس مهال د سیمرغ البرز او اباسین څپې ترمنځ روانه ده.

د دغې لوبې نتیجه د ورځي ناوخته معلومېږي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *