جمعه , نوومبر 24 2017
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار چادنې مرګ ژوبله لسو ته لوړه شوه – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

د ننګرهار چادنې مرګ ژوبله لسو ته لوړه شوه – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند مالوچو کوڅه کې د ترکارۍ ډک په یو پلاستیکي پاکټ کې اېښودل شوي ماین د چادونې له امله یو تن وژل شوی او د یوې میرمنې په ګډون ۹ ملکي وګړي ټپيان شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خبریال ډاټ کام ته وویل یاده چاودنه،چې نن له غرمې وروسته نږدې ۳ بجې رامنځته شوه، وژل او ټپیان یې ټول ملکي وګړي دي،چې د عامې روغتیا حوزوي روغتون ته لیږدول شوي او د یو تن ټپي روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی .

تراوسه د دغي چاودنې پړه کومې وسله والي ډلي نه ده اخستي 



Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *