کور / خبرونه / افغانستان / د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

 

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې او لسګونه هغه وسله وال وژي شوي چې په یاده ولسوالۍ یې بریدونه پیل کړي وو.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولینو د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، چې وسله والو غوښتل د نورستان ولایت برګمټال ولسوالي سقوط کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابیه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې یې ۱۳۰ تنه طالبان وژلي او څلوېښت نور ټپیان دي.

بل لوري امنېتی چارواکي وایي، چې یادو وسله والو چې شمېر یې تر ۸۰۰ تنو رسیدو غوښتل چې د برګمټال ولسوالۍ په سقوط سره شمالي ولایتونو ته لاره پرانېزي.

برګمټال،

د نورستان هغه ولسوالي چې ډېر کله له جګړو خوندي نه وي او تازه دوه ورځې وړاندې پرې وسله والو ډله ییز بریدونه وکړل چې هڅه یې کوله یاده ولسوالي سقوط کړي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وایي، چې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یې په دغه سیمه کې د وسله والو طالبانو لسګونه بهرني او کورني جنګیالي وژلي دي.

جنرال محب د ۲۰۱ سېلاب قول اردو عقیدتي او فرهنګي مشر په دي اړه خبریال ډاټ کام ته وویل :

(( د دښمن د څو میاشتو پلانونه په دوه ساعتو کې یې شنډ کړل او سخت ځوابونه یې ورکړل، په دې جنګ کې یې ۱۳۰ تنه مړه شول او ۴۰ تنه یې زخمیان شول، درنې وسلې مو هم ترې نیولې دي.))

د امنېتي چارواکو په باور وسله والو غوښتل چې د برګمټال به سقوط سره شمالي ولایتونو ته لار پرانېزي او ځانونه هلته ورسوي. 

شیرین اقا فقیري  د سېلاب قول اردو د عامه اړیکو مسوول خبریال ډآټ کام ته وویل :

(( پلان یې لرلو چې برګمټال ولسوالي سقوط کړي او ځانته لار پرانېزي چې شمالي ولایتونو ته لاره پيدا کړي، په ځانګړي ډول، تخار پنجشیر او بدخشان ولایتونو ته خپل جنګیالي او وسله والو ولېږدوي.))

ویل کېږي پر نورستان په برګمټال ولسوالۍ شاخوا ۸۰۰ سوه جنګیاليو بریدونه کړي چې د پاکستانیانو په ګډون پکې د خلیج هېوادونو جنګییالیو هم برخه اخیستې وه.



Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *