شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / “د نثر پاچا ” سعدالدین شپون لغمان کې خاورو ته وسپارل شو

“د نثر پاچا ” سعدالدین شپون لغمان کې خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق
لغمان رسنیز مرکز

Image caption

د اطلاعانو کلتور سرپرست ارواښاد شپون د نثر پاچا وباله.

د افغانستان د نامتو لیکوال او خبریال سعد الدین شپون جنازه په ځانګړو مراسمو کې د لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه.

ارواښاد شپون په ژوند وصیت کړی و، چې د قرغیو ولسوالۍ په سرخکان کې یې د تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د مزار تر څنګ ته خاورو ته وسپاري.

* سعدالدین شپون، د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال

* د استاد شپون له پېچلي سبک نورو لیکوالو څه خپل کړل؟

د ارواښاد شپون د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د کورنۍ پر غړو او خپلوانو سربېره لوړپوړو دولتي چارواکو، ګڼو فرهنګیانو او پوهنتوني استادانو ګډون کړی و.

د جنازي مراسمو کې د ولسمشر پیغام د هغه د فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر ولوست چې پکې د ارواښاد شپون کورنۍ ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې شوي او پښتو ادب او فرهنګ ته د استاد شپون د کړو هلو ځلو یادونه شوې وه.

د نثر پاچا

د انځور حقوق
لغمان رسنیز مرکز

Image caption

د ارواښاد شپون جنازه کې لیکوالو او چارواکو ګډون کړی و.

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست پوهاند رسول باوري نوموړی د تل پاتې اثارو لیکوال وباله.

د نوموړي خبره، د استاد شپون ټول کتابونه دا هنري زور لري چې په ټولنه کې تلپاتي شي.

* ‘و نه و یو شپون و’

* استاد شپون پر خپل نوي ناول ، ښاېستو ،غږيږي

پوهاند رسول باوري وویل، استاد شپون به تل ځوانانو هڅول چې نثر ولیکي ځکه دی په دې باور و، چې نثر ولسونو ته زموږ د ارادو او افکار ښه انتقال کولی شي:

“لیکوالو استاد شپون ته د نثر د پاچا لقب ور کړی و”.

د ټولنیز درد انځورګر

رد انځور حقوق
.

Image caption

ارواښاد شپون د ځانګړی سبک لیکوال دی.

افغان لیکوال نجیب منلي له بي بي سره سره خبرو کې استاد سعدالدین شپون د ځانګړی سبک خاوند وباله چې په وینا یې تشه به یې په پښتو ادب کې تر ډېره ډکه نشي.

د هغه په خبره، استاد شپون د ادبي لحاظ د یوه ځانګړي سبک خاوند دی:

“هغه څه چې ده لیکلي دي، د دې ټولنې دردونه دي. د دې ټولنې یو انځور دی.

نوموړی زیاتوي، د استاد شپون د لیکوالۍ یوه ستره ځانګړنه د ده د مشاهدې دقیت دی:

“واقعیتونه ډېر په دقیت سره ګوري او همغسې یې انځوروي، استاد شپون د ژبې په استعمال کې ډېر پوخ او دقیق قلم چلوي نو په دې خاطر فکر کوم چې د افغانستان ادبياتو په ډګر کې به تر ډېره وخت د ده ځای ډک نه شي”.

زوکړه او زدکړه

د انځور حقوق
لغمان رسنیز مرکز

Image caption

شپون کندوز کې زېږېدلی و، خو وصیت یې کړی و، چې لغمان کې د تاریخپوه حسن کاکړ له مزار سره نږدې خاورو ته وسپارل شي.

استاد سعدالدین شپون په ۱۳۱۲ کال کې د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې زيږيدلی و.

لومړنۍ زد کړي یې په کندز کې وکړې او د لیسې یې زد کړې یې د کابل حبیبه لیسې بشپړې کړې.

په ۱۳۳۹ کال کې د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو او د ادبي کره کتني په برخه کې یې په امریکا کې ماسټري وکړه.

ارواښاد شپون پر شعري ټولګه پرخه په ترخه سربېره د بنګي غاړه، ګټیالی، شین ټاغی، د سمڅې یاران، ښایستو، و نه و یو شپون و، د مچۍ ځاله او نور اثار یې لیکلي دي.

سعدالدین شپون پنځه ورځې مخکې(۱۳۹۶- وږی، ۱۹) د ورپېښې ناروغې له کبله د امریکا په ویرجینیا الایت کې د ۸۴ کالو په عمره له دې نړۍ سترګې پټي کړې.

Image caption

په امریکا کې هم د ارواښاد شپون جنازه شوې وه.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *