شنبه , دسمبر 16 2017
کور / ادب / سيد قطب د کتابونو عاش ق

سيد قطب د کتابونو عاش ق

ربيع سملالي – مغربی ليکوال او اديب
ژباړن : خيال ولي
ما په دې اړه يوه ځانګړې مقاله ليکلې، چې سيد قطب د کتابونو عاشق و، کتابونه يې راټولول. سيد قطب په خپل کتاب «العدالة الاجتماعية» کې د ځان په اړه يوه خبره ليکلې، چې زما د خبرې کلک تاييد دی، هغه وايي : «د دغې خبرې ويونکی داسې انسان دی، چې څلوېښت کلونه يې مطالعه کړې، د انساني معارفو په ډول ډول برخو کې يې ځان پوهولی، ځينې يې خپل تخصص دی او ځينې ورته زړه پورې معارف ول..بيا يې د خپلې عقيدې او تصور مصادرو ته رجوع وکړه، ګوري، چې څلوېښت کلنه مطالعه يې د دې مصادرو پر وړاندې ډېره لږه او نيمګړې وه او طبعاً همداسې به وه..رښتيا دا دي، چې د څلوېښتو کلونو مطالعه باندې هيڅ ډول پښېمانه نه دی».
اوس نو وګوره «څلوېښت کلونه يې مطالعه کړې» نه ستړی کيږي او نه تنګيږي..تاسو کوم عاشق ليدلی، چې له معشوقې ستړی شې يا تنګ شي؟ نه؛ دې خبرې ما ته د حسن لؤلؤي خبره راياده کړه، چې وايي «څلوېښت کلونه مې تېر کړل..که مې قيلوله کړې، که مې د شپې خوب کړی او که مې تکيا وهلې، پر سينه مې کتاب پروت وي».
څوک چې د سيد قطب ضخيم کتاب «في ظلال القرآن الکريم» مطالعه کوي او مختلفو غربي، عربي او اسلامي ګڼو مراجعو باندې نظر اچوي او بيا يو ساده ګوټی ځوان راپورته شي، په ټول ژوند کې يې لس کتابونه نه وي مطالعه کړي، وبه وايي : «سيد قطب نه عالم و او نه علماو ته ورته و»..ملنګه وملنګه چا پر تا فيصله کړې، چې هغه حکومت خوشحال کړې؟ نه صاحبِ رای يې او نه د استدلاوړ!

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *