شنبه , دسمبر 16 2017
کور / ليکنې / روغتيا / ولې د خېټې وېلې کول(کوچني) سخت کار دی؟!

ولې د خېټې وېلې کول(کوچني) سخت کار دی؟!

هر څومره چې عمر لوړېږي د خېټې د شحم وېلې کول هم سختېږي. دا ځکه چې هورموني بدلونونه د عمر په لوړېدو سره رامنځ ته کیږي.

وروسته به وپوهېږئ چې د خېټې کوچني کول تقریبا غیر ممکن کار دی.
دا کار کېدای شي د ټولو ژوند لپاره درته د زغملو نه وي خاصتا که تاسو خوش اندامه او ښکلی نازک اندام لرئ.هڅه وکړئ هره ورځ پلی تګ وکړئ پلی تګ نه یواځې دا چې د زړه او رګونو لپاره یو سپک ورزش دی، د خېټې لپاره هم یو تمرین دی چې کولی شي د خېټې وازده وېلې کړي.

زیږون:-
زیږون د خېټې عضلات او ښکلي فورم ته بدلون ورکوي خو تاسو که هڅه وکړئ د ډاکټر په مشوره کولی شئ بېرته مخکیني عضلات او خوش فرمه خېټه جوړه کړئ.

اکثر ډاکټران وروسته له شپږ اوونیو مور ته د سپورت کولو اجازه ورکوي.

خو که زیږون مو د عملیات او سزارین په طریقه کړی وي نو تاسو زر نه بلکه وروسته له اوږدې مودې سپورټ پیلولی شئ.

تاسو کولی شئ د کېګل تمرینات تر سره کړئ کېګل تمرینات له یوې خوا د لګن(pelvic) د برخې عضلات پیاوړي کوي او له بلې خوا د خېټې عضلات راټولوي او جوړوي یې.

سربېره پر کېګل تمریناتو تاسو اېروبیک تمرینات هم په خپله ورزشي برنامه کې ولرئ په دې ترتیب به تاسو خبل اندام تر لاسه کړئ.
خو پام مو وي چې په لمړیو ورځو کې د سپورټ له امله په ځان ډېر فشار مه راوړئ.

ډېر کالري لرونکي خواړه:

ډېر کالري لرونکي خواړه خوړل په بدن کې اضافي کالري او شحم ذخیره کوي د ډېرې کالرۍ سوځول هم سخت کار دی او اوږده موده نیسي نو په ورځني خوراکي رژیم کې مو هغه څه ته خورئ یې، ډېر پام ولرئ حتی هڅه وکړئ هغه خواړه وخورئ چې شحم وېلې کووونکي وي لکه؛ هګۍ،لږ غوړ لرونکي لبنیات، غوښه چې غوړه نه وي او داسې نور خواړه…

سټرس:-
د خېټې د لویوالي یو بل سبب سټرس دی.کله چې سټرس ولرئ د خېټې منځنۍ برخه د شحم د راغونډولو لپاره ډېره مساعده برخه وي دا ځکه چې د سټرس پر وخت د سټرس هورمون (کورتیزول) افرازېږي او د خېټې د چاغښت سبب ګرځي.که تاسو ډېر وخت د سټرس لاندې و اوسئ نو ډېر کورتیزول افرازیږي او ډېر شحم د خېټې شاوخوا ذخیره کیږي.
نو.هڅه وکړئ د سټرس پر وخت د سټرس د کنټرولولو لپاره چمتو و اوسئ. کله چې د ژوند فشارونه تر خپل واک لاندې راولئ نو تاسو به خېټې په وېلې کولو برلاسي شئ.

د عضلاتو حافظه:-

ښایي تاسو به ډېر ورزشي تمرینات د خېټې د کوچني کولو لپاره تر سره کړي وي ځینو به یې ښایي ښه پایله ورکړې وي او ځینې نور تمرینات به یې ورړسته له څه مودې چندان پایله نه ورکوي، په اټکلي توګه دا پېښه د عضلاني حافظې پخاطر را منځ ته کیږي. عضلات ډېر زر پیاوړي کیږي او وروسته له څه مودې د ودې کولو څخه پاتې کیږي یا یې هم وده ورو کیږي. د دې پخاطر چې دا پېښه رامنځ ته نشي باید په ورځنۍ توګه د خېټې تمریناتو ته بدلون ورکړئ مطلب دا چې که تاسو هره ورځ د سکواټ تمرین تر سره کوئ بله ورځ د وایبرې(د خېټې رېږد/د خېټې لړزه) تمرین تر سره کړئ…
د خېتې لپاره د یوګا توپ هم کارولی شئ.ګټور درته تمامېږي.
پام مو وي چې د خېټې وېلې کول ډېر وخت او ډېره حوصله په کار ده.
که تاسو پوه شئ چې ولې چاغ شوي یاست نو تاسو به د بدن د ښه فورم اخیستو لپاره بېرته ښه وتواتنېږئ.
هغه خواړه چې ډنګروونکی طبیعت لري درته لېست کړئ او هره ورځ یې تعقیبوئ په دې توګه به تاسو روغ او هم ښکلی تن او بدن تر لاسه کړئ.

له لومړيتوب نه په مننې

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *