شنبه , دسمبر 16 2017
کور / ليکنې / روغتيا / ښيښې (سکرينونه) د کوچنيانو عاطفي، فکري او ټولنيزه وده شنډوي

ښيښې (سکرينونه) د کوچنيانو عاطفي، فکري او ټولنيزه وده شنډوي

لوحې، ځيرک مبايلونه او کمپيوټرونه، هر لوري ته ښيښې دي.. کورونه نن سبا دا ډول ښکاري، نو ايا دغه ښيښې زموږ د کوچنيانو عاطفي، فکري او ټولنيزه وده شنډوي او که دوی ته نوي معلومات ورکوي، مناسب غبرګونونه ورښيي او له نړۍ سره يې اشنا کوي؟

د همدې سوال د ځواب لپاره «لوفيګارو» يوه بې پلوه څېړنه کړې ده، چې روانپوهانو، پلرونو، ښوونکو او خپله کوچنيانو په کې ګډون کړی دی.

نن سبا څه پېښېږي؟ سړی کور ته رسي خو د کوچنيانو عادي چيغې نه اوري، دروازه ټکوي خو څوک ژر ځواب نه ورکوي، بيا چيغې وهي چې «څوک شته؟» خو بيا هم چوپتيا خپره وي، ځکه ټول په يوه نه يوه ډول پر ښيښو بوخت وي، هغه ښيښې چې زموږ ژوند يې بدل کړی دی، نو له همدې لارې اړيکې جوړېږي او له همدې لارې شخړې زېږي.

د دې څېړنې چمتو کوونکې «ګيون ډو مونټيو» موندلې چې کوچنيان په ډېر وختي عمر کې د ښيښو (سکرين) روږدي کېږي، تر دې چې د کوچنيانو د روزنې په ځينو ځايونو کې روزونکو ليدلي، چې د ۱۸ مياشتو کوچنيان د ځيرک مبايلونو پر مخ کارتوني فلمونه چلوي.

د روانپوهنې يوه متخصصه او ليکواله پياټريس کوپر روير وايي، چې دغه په وختي عمر کې روږديتوب يو لړ ستونزې زېږوي، چې پر خبرو کولو د توان وروسته والی، تنهايي خوښول، له ټولني سره پر تعامل نه توان او له دې ټولو وړاندې د کوچني درې حواس: ذائقه، شامه او لامسه له سترو ستونزو سره مخ کوي.

دغه راونپوهه وايي چې د دې ستونزې يوازينی حل په بشپړ ډول له ښيښو څخه د کوچنيانو شکول دي، چې له تلويزيون، کمپيوټر او مبايلونو لرې پاتې شي.

نوموړې ټينګار کوي چې ټوله کورنۍ بايد د دې شيانو پر کارونه غور وکړي، ځکه کوچنيان يې دوی ته په کتو د دغو توکو کارونه پيلوي او روږدي کېږي.

دغه ليکواله وايي، چې کور کې بايد ځينې ځايونه داسې وي چې هلته انټرنټ نه وي او د کوچنيانو لپاره د لوبو او ساعت تېرۍ نور داسې توکي شتون ولري چې ورته ګټور وي او مهارتونه يې پخوي. دغه راز بايد د خوب خونو کې يادې ښيښې شتون ونه لري.

د ښيښو د سمې کارونې يو بل متخصص وايي چې د شپې له لوري چې کوچنيان د مبايلونو له کارونې له کوم تشويش سره مخ کېږي، په درسي صنفونو کې له هغوی «غبيان» جوړولی شي چې پر تمرکز توان له لاسه ورکوي.

هغوی د بيل ګيټس د مېرمنې دا خبره رانقلوي، چې که د دې وروستي کارونه مخکې وی نو خپلو کوچنيانو ته به يې جيبي کمپيوټرونه ډېر وروسته ورکړی وی.

عجيبه دا ده چې د کالفورنيا اوسېدونکي چې د تکنالوژۍ په جوړونه کې مخکښان دي، خپل کوچنيان داسې ښوونځيو ته استوي چې هلته انټرنټ شتون نه لري.

له عزم نه په مننې

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *