پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / افغانستان / له امريکا سره له خبرو ښکاري چې د نظر بشپړ توافق نشته

له امريکا سره له خبرو ښکاري چې د نظر بشپړ توافق نشته


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي، له امريکا سره له روانو مذاکرو ښکاري چې د نظر بشپړ توافق وجود نه لري.

خواجه محمد اصف نن دوشنبه په اسلام اباد کې د امريکا او پاکستان د دوه اړخيز ديالوګ د غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل، بيا هم د ځينو پراخو مسايلو په اړه تفاهم شته.

ښاغلي اصف وویل:

“زه لږ په ډاډ ويلاى شم چې له امريکا سره د همکارۍ لار صافه ده، د سرحدونو د کنټرول، د کډوالو د ستنېدو، په افغانستان کې د وسله والو د خوندي مرکزونو او په پاکستان کې د سخت دريځو د پټنځايونو په څېر د لويو مسايلو په اړه، پراخه همکاري شته.”

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د باور د بيا ايجاد لپاره هڅې پيل شوې دي.

خواجه اصف وايي، امريکا ډاډ ورکړى چې په افغانستان کې د هندوستان نقش پر سياسي همکارۍ محدود دى.

د امريکا ولسمشر په اګست مياشت کې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره، د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان انتقاد کړى و چې د سخت دريځو وسله والو پرضد يې، کوټلي اقدامات نه دي کړي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

يوه تبصره

  1. سلام.وبسایتتون خیلی خوب و مفیده.به کارتون ادامه بدین
    ما در زمینه درب های ضد سرقت
    و ضد حریق فعالیت می کنیم.خوشحال میشوم از
    وبسایت ما دیدن کنید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *