شنبه , دسمبر 16 2017
کور / ليکنې / سياسي ليکنې / لویه جرګه که د ګټو وسیله!؟ || ځلاند ځاځي

لویه جرګه که د ګټو وسیله!؟ || ځلاند ځاځي

په اوسني وخت کې لویه جرګه نه د قانون پلي کولو او نه د خلاصون لاره ده!!
په دې شپو او ورځو کې د هیواد یو شمیر مغرض کسان غونډې او تبلیغات کوي چې په هیواد کې د شته ستونزو او ټولو ناخوالو د حل په موخه باید لویه جرګه راوبلل شي. په دې شرایطو کې د لویې جرګې رابلل او د لویې جرګې اهمیت ته په کتو او هغو شرایطو ته په کتو چې په کومو شرایطو کې لویه جرګه راغوښتل کیږي رڼا اچوم!
لویه جرګه په لاندې شرایطو کې راغوښتل کیږي؛


د اساسی قانون یوسلو یوولسمه ماده داسې وایی: لویه جرګه په لاندنیو حالاتو کې دایریږي؛
.۱- د هېــــواد د خپلـــواکۍ، ملـــي، حاكميــت، ځمكنــۍ بشــپړتيا او ســترو مصــلحتونو پــورې د مربوطــو چــارو پــه باب تصميم نيول؛ 


٢ – د دې اســاسـي قـانــون د حـكـمـونـــو تعديل؛ 
٣ -د دې اساسي قــانون د (نهـه شـــپيتمې) مــادې لـــه مخـــي د جمهـــور رئيس محاكمه كول
له دې دریو حالاتو پرته د  راغوښتل یوه شخصي غوشتنه ګڼل کیږي… 


لویه جرګه د افغانستان یوه داسې ملي عنعنه دی چې د هیواد د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې هر وخت نه بلکې په ځانګړو وختونو او حالاتو کې او د خاصو سترو ملي ستونزو د حل لپاره د ولسمشر لخوا راغوښتل کیږي نه د بل کوم کس یا ډلې لخوا. 


د  راغوښتل د ولسمشر صلاحیت چې دا حق ورته اساسي قانون ورکړیدي لکه چې د اساسي قانون د څلور شپیتمې مادې او د اوم بند له مخې چې داسې یی لیکلي دی ( ۷- د دې اساســـــي قـــــانون پـــــه (نهـــــه شــپيتمه) مــاده كــې لــه راغلــي حالــت پرته، دلويې جرگې راغوښتل؛) نو بس د راغوښتل د ولسمشر صلاحیت دی. خو دا نن چې کومې نارې د  د راغوښتلو په موخه شروع دي دا د ولس ملي غوښتنه نده، دا د یو څو کسانو شخصی غوښته ده،دوي غواړي چې د اساسی قانون د دوه شپیتمه مادې ( ۳) بند تعدیل کړي، چې د دې مادې دریم بند داسې وای؛ ۳- د محكمــې لــه خــوا د بشــري ضــد جرمونو، او جنايت په ارتكـاب او يـا لـه مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوي نه وي؛ (هیڅ شــخــص نـشــــي كــولاى لـــه دوو دورو زيــــــات د جـمـهـــــــور رئـــيس پـــه حيث وټاكل شي).

په دې مــــــاده كـــې راغلـــى چې دا حكـــم د جمهــور رئــيس د مــــرستيالانو پــه برخــه كې هم تطبيقېږي. 


نو د اساسي قانون د دوه شپیتمې مادې تعدیل د پخواني ولسمشر حامد کرزی او د هغه د ډلې ټپلې او نورو معرضو کړیو چې په کرزی کې یی ګټې نغښتي دي یو ستر هدف دی.


زه له ولسمشر اشرف غنی سره هیڅ تړاو نلرم نه مې د اشرف غني کړنې خوښې دي، ولسمشر غنی یو عصبي، ضدي او متزلزیل انسان دی په خپله خوله او ارداه کنترول نلري په پریکړو کې یی استقرار نشته نن درته وزارت درکوی خو سبا دې د یوې سیاسی معاملې ښکار ګرځوي چې په سلګونو مثالونه یی شته لکه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ریس تقرر او عزل ……. خو د ملک دا اوسنی بحراني حالت، د وسلوال فوځ له صفوفو څخه د ځوانانو تیښته، بیکاري، فقر او غربت مونږ ته دا اجازه نه راکوي چې د کرزی لپاره خپل ملک قربانی کړو ،زه او زما ملګري له هر هغه چا سره په دې برخه کې مخالف یو چې د خپلو اعراضو لپاره ملی کلیمه سپر ګرځوي او خپلې شخصی ګټې په لویه جرګه کې ویني، ځکه چې کرزی غواړي یو مطلقه شاهي نظام جوړ کړي.


مونږ په دې بد وخت د نظام ننګه کوو هیڅوک نه پریږدو چې نظام دې ړنګ او یا یی بدون د کوم دلیل او شواهدو بد نام کړي. 


اوس د دې وخت نده چې څوک دې د شخصي ګټو په خاطر ملک له یوه نوي بحران سره مخ کړي.


که د کرزی ډله ادعا کوی چې قانون نده پلی شوی نو د کرزي په وخت کې خو د قانون نوم هم نه وو دوی خو د قانون هیڅ خیال نه ساتلو، که دوی وايي چې حکومت مشروعیت نلري نو دوی ولس ته څه ضمانت ورکولی شي چې دوی به د قانون خیال ساتي او مشروع نظام به جوړوي ؟؟؟


زه منم چې حکومت نا مشروع دی هیڅ څوک د قانون خیال نه ساتي خو د کرزیخیلو غوښتنه هم غیر قانونی او نا مشروع دې ……


که دوي وايي چې زمونږ غوښتنه ملی او مشروع دی زه یی نه منم ځکه چې د دوی دا غوښتنې به هغه وخت مشروعیت لرلی، هغه وخت به ګټوره وه چې اساسي قانون ته پوره درناوی پکې شوای وايي او ټول حکمونه یې له ولسمشره تر یوه عادي کس پورې ټولو منلي وایی او هم په ټولو یو شان پلي شوي وایي.


نو اوس یوه پوتښتنه لرم: که چرته ولس او ولسمشر درسره د  دایریدل ومنل او دایره هم شوه، او بیا په راتلونکي وخت کې د ملي مسایلو او کشالو د حل توان درسره نه وو او مشکل مو حل نکړل، نو بیا به مسؤلیت د چا پر غاړه وي؟؟؟؟


مونږ مطمئن یو چې دا لویه جرګه چې ستاسو یی غواړی بیا به هم د ستاسو له نفوذ او اثر خالی نه وي همدا ستاسو به هر څه په خپله نفعه څرخوی بیا به د ستاسو لخوا ډالر ویشیږي بیا به د دې غریب ملت په اراده سودا کیږي …….. 


که چرته مو په رښتیا موخه د نظام اصلاح وي، د جرګې تر عنوان لاندې هسې ځاني، تنظیمي او ګروپي غوښتنې نه لرئ نو بیا لطفاً د هیواد دې اوسني ناورین ته یوه رښتوني د حل لار پیدا کړئ.


او یا راځئ له نظام سره مرسته وکړئ ستاسو زور چې په مخالفت کي یی کوئ په همکارۍ کې یی وکړئ چې نظام له ناکامۍ وژغورو… 


که چرته خدای مکړه دا لویه جرګه مشکل حل نشی کړی کومه سمه او ګټوره ملي پرېکړه ونه شي کولای، ګډونوال یی په شخصي مسئلو کې په ناندریو، بې ځایه بحثونو او چنو وهلو سره واوړي نو ایا دا ملي عنعنه به بې اهمیته او بې حیثیته نه شي؟ ښکاره ده چې هیڅ اهمیت او حیثیت به ورته پاته نه شي.

اوس درته د افغانستان دودیزې  درته معرفي کوم چې کومه یوه یی د کرزیخیلو له غوښتنو سره اړخ لګوي، بلکې یوه یی هم ورسره اړخ نه لګوی

تر اوسه چې څومره  دایرې شویدی عبارت دی له؛
۱۱۲۶ هجري شمسی (اکتبر ۱۷۴۷) لویه جرګه؛
د نهو ورځو لپاره د کندهار د نادراباد په نظامي کلا کې جوړه شوه چې احمدشاه دراني سره بیعت وشوو….

۱۲۲۰ هجري شمسي او (۱۸۴۱) عیسوي لویه جرګه؛
د ۱۲ نفرو په ګډون د کابل، ولایت د عبدالله اچکزایی په کور کې د محمد زمان خان، په مشرۍ جوړه شوه چې په نتیجه کې یي د انګلیسانو سره د لمړي جنګ پریکړه وکړه 
۱۲۴۴ هجري شمسي (۱۸۶۵) عیسوي لویه جرګه؛
د دوو زرو ۲۰۰۰ نفرو ګډون درلود چې په کابل کې د امیر شیرعلی خان، د وخت بادشاه په ریاست کې جوړه شوه چې په پایله کې یی له امیر شیرعلي خان ملاتړ د هغه د ورور په مقابل کې اعلان شوو.

۱۲۷۲ هجري شمسي (۱۸۹۳)عیسوي لویه جرګه؛
د امیر عبدالرحمان خان، د وخت بادشاه په ریاست کې جوړه شوه چې د ډیورنډ منحوس خط یی له برطانوی هند سره د یو تړون له مخې تایید کړو .

۱۲۹۴ هجري شمسي (۱۹۱۵)عیسوي لویه جرګه؛ 
۵۴۰ نفرو په ګډون چې په کابل کې د امیر حبیب الله خان په مشرۍ چې د وخت بتدشاه وو جوړه شوه چې په پایله کې یې د افغانستان بیطرفي په لمړی نړیوال جنګ کې اعلان کړه.

۱۱ سنبله ۱۳۲۰ (۲ سپتامبر ۱۹۴۱) لویه جرګه؛
د ۸۰۰ نفرو په ګډون چې د وزیر محمد هاشم خان د ریاست لاندې د محمد ظاهر خان په وخت کې په کابل کې جوړه شوه چې په پایله کې يی په دوهم نړیوال جنګ کي بیطرفي او المانیانو او اټالیویانو له افغانستان وباسلو پریکړه یی وکړه .

۲۲ عقرب ۱۳۲۸ (۱۴ نوامبر ۱۳۴۹) لویه جرګه؛
د ۴۵۲ نفرو په ګډون چې په کابل کې د محمد گل‌خان په ریاست کې منځ ته راغله چې په پایله کې يی د افغانستان ملاتړ له پښتونستان اعلان کړو او د ډیورنډ معاهده يی بی اعتباره اعلان کړه چې په (۱۸۹۳)، کې تر سره شوې وه او همدا رنګه د افغانستان او انګلیس هغه معاهده چې په (۱۹۰۵) تره سره شوې وه ،او د راولپنډۍ معاهده (۱۹۱۹) او ۱۹۲۱ چې د افغانستان او انگلیستان ترمنځ وې لعوه اعلان کړې.

ژمی ۱۳۰۱ (۱۹۲۳) لویه جرګه؛
د ۸۷۲ نفرو ګډون په جلال‌آباد کې د امان‌الله خان، بادشاه په ریاست کې وه چې اساسي قانون يی تصویب کړو.

۱۳۰۳ هجري شمسی (۲۸ چنګاښ-۹ا زمري؛ ۱۹۲۴ عیسوي) لویه جرګه؛
د ۱۰۴۶ نفرو په ګډون سره په پغمان د کابل په ولایت کې د امان‌الله خان، په مشرۍ کې وه چې اساسي قانون یی تعدیل کړو.

تلې/شهریور ۱۳۰۷ (۱۹۲۸) لویه جرګه؛
د ۱۱۰۰ نفرو په ګډون په پغمان، کابل کې د امان‌الله خان بادشاه په ریاست کې تشکیل شوه چې په بایله کې یي د ۱۵۰ اعضاوو په درلودو سره د ملي شورا تشکیل او عسکري خدماتو اجباري کړل ……

۱۳۰۹ (۱۹۳۰) لویه جرګه؛ 
د ۳۰۱ اعضاوو محمد هاشم، وزیر په ریاست کې لویه جرګه جوړه شوه چې د نادرخان ورور وو د دوهم اساسي قانون تصویب یی هدف وو چې همدې هیئت ۱۰۵ نفره موظف کړل تر څو قانون تصویب کړي چې یو کال وروسته د اساسي اصولنامې تر عنوان لاندې یی قانون تصویب کړو.

۱۸–۲۹ شهریور ۱۳۴۳ (۱۹۶۴) لویه جرګه؛
دغه ناسته په کابل کې ترسره شوه چې ۴۵۲ اعضا یی درلودلو سره د ظاهرشاه د وخت د بادشاه په مشرۍ او د ډاکټر عبدالظاهر په معاونیت تر سره شوه چې ډیموکراتیک اساسي قانون یی تصویب کړو چې همدې قانون سلطنتي کورنۍ یی له حکومتي او سیاسی اموراتو کې له دخلالت څخه منعه کړه او همدارنګه یی وزیران هم غیر له سلطنتی کورنۍ ټاکل منظور کړل.

۱۰–۲۵ مرغومي ۱۳۵۵ (۳۰جنوری-۱۴ فبروری ۱۹۷۷) لویه جرګه؛
د ۳۴۹ نفرو په موجودیت د محمد داودخان په مشري او د عزیزالله واصفي په معاونیت په کابل کې جوړه شوه چې اساسی قانون یی تصویب او داودخان یی ریس جمهور وټاکلو.

۱۳۶۴ (۱۹۸۵)لویه حرګه؛
د ۱۷۹۶ نفرو په ګډون سره د پلی‌تخنیک په پوهنتون کې د عبدالرحیم هاتف، په مشرۍ او د عبدالواحد سرابی په معاونیت تشکیل شوه چې هدف یی له حکومت څخه د سیاسیونو ملاتړ وو په داخلی او خارجی مسایلو کې..

۸–۹ لیندی/ ۱۳۶۶ (۲۹–۳۰ نوامبر ۱۹۸۷) لویه جرګه؛
د عبدالرحیم هاتف په مشرۍ پلی‌تخکنیک پوهنتون په کابل تشکیل شوه چې په نتیجه کې یی شپږم اساسي قانون تصویب کړو او ډاکټر نجیب الله یی ریس جمهور وټاکلو چې په قانون کې تعدیل راغلو او د اسلام دین یی د ملک رسمي دین وټاکلو او حنیفی او جعفري مذاهب یی رسمي کړل.

۱۳۸۱ (۲۴ وري- ۱۱ غبرګوالي) لویه جرګه؛
اضطراري لویه جرګه وه چې ۱۵۵۱ غړي یی درلودل د اسماعیل قاسمیار په مشرۍ په کابل کې دایره شوه چې په نتیجه کې یی حامد کرزی د انتقالي حکومت ریس وټاکلو چې دا یوازینۍ جرګه وه چې ۱۱% فیصده ښځو پکې ګډون درلود.

لیندي ۱۳۸۲ لویه جرګه؛
د اساسی قانون لویه جرګه وه چې ۵۰۰ غړی یی درلودل د صبغت‌الله مجددی په مشرۍ په کابل کې تشکیل شوه چې پایله کي یي اتم اساسي قانون تصویب کړو.

غبرګوالی ۱۳۸۹ (جون ۲۰۱۰) لویه جرګه 
مشورتی لویه جرګه وه چې ۱۶۰۰ غړي یی درلودل د برهانو الدین رباني په مشرۍ په کابل کې تشکیل شوه چې هدف یی سوله وه چې حامد کرزي زیات زندانیان له زندان ازاد کړل چې رباني یی د همدې د سولې شورا ریس وټاکلو.

۲۵ لړم/ ۱۳۹۰ لویه جرګه؛
څلور ورځنۍ لویه جرګه وه چې صبعت الله مجددي یی مشري کول چې د امریکا سره د ستراتژیک تړون او له طالبانو سره سوله کول یی هدف چې تقریباً دوه زره سیاسی او قومی مشران یی راجمعه کړی وو چې د دې جرګې مشري مجددی کوله معاون یی نعمت الله شهرانی او دوهم معاون یی محمد عارف نورزی وو محدعالم ازیدیار اول منشی او حیات الله بلاغی دوهم منشي او صفیه صدیقي یی ویانده وه.


له ټولو وروڼو غوښتنه کوم چې د ملی ګټو څخه هیچا ته تیر نشي، خو دا هم په یاد وساتئ چې په دې وخت کې لویه جرګه غیر د ناوړه پایلو بل نتیجه نلري. 

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *