شنبه , دسمبر 16 2017
کور / ليکنې / سياسي ليکنې / د رهبرۍ د ستونزې د ژور درک اړتیا – مجید قرار

د رهبرۍ د ستونزې د ژور درک اړتیا – مجید قرار

درګرده شکایتونه دي، پلانی چې په ښه دنده مقرر شو، اوس پوښتنه نه کوي، پلاني ته مو رأیه ورکړه، خام وخوت، پلانی رئیس شو ځان یې ورک کړ، پلانی اوس هغه پلانی نه دی، په بله هوا کې دی. دا زموږ له ځوانو او زړو رهبرانو پرلپسې، تکراري او دوامداره شکایتونه دي. دا شکایتونه دومره حد ته رسېدلي چې نور په هیچا باور نشو کولای. ښه اصولي سړی به وي، چې په دنده ولګېد، بله ورځ به د خپل فکر سړي ته وایي چې ته خو نه پوهېږې، افراط کوې، سطحي فکر کوې، تېز ځې، مخې ته نه ګورې، دلته نورې خبرې شته دي. نورې خبرې به څه وي خو سړي به وسله غورځولې وي، په تحول به یې تداوم ته ترجیح ورکړې وي او د شوله ته بخو پرده ته بکو پر ذلیل دستارخوان به یې قناعت کړی وي.

له فکر، اخلاقي معیارونو، عدالت، ملي ارزښتونو، او ملي ګټو سره د ځوانو رهبرانو دا رنګ چلند خو لویه ستونزه ده، خو اصلي خبره دا ده چې له دې لویې ستونزې سره زموږ چلند څومره مناسب او مفید دی؟

موږ خو چې له دغسې رهبره، له دغسې منېجره او اداري کدر څخه خبر شو، توره کرښه پرې را کاږو، اول غبرګون خو مو دا وي چې ځان ور څخه را ټول کړو. چې یو وخت یې تلیفون را ځواب نه کړ، تلیفون نمبر یې ړنګ کړو، او چې یو ځلې مېلمستیا ته را نغی، اړیکې ورسره قطعه کړو. د هغه د موقعیت، چاپېریال، ستونزې او شرایطو له درک پرته، په یوطرفه ډول د هغه پر شخصیت قضاوتونه پیل کړو او ډېر کله یې لا په تخریب لاس پورې کړو. نتیجه څه شي؟ نتیجه دا شي چې د رهبرۍ هوا په مخه کړی ځوان ته اوس یواځې ته او ستا فکر او ستا ډل نه، بلکې لس نورې دروازې پرانیستي دي. هغه په تا ملنګ، او ستا په خړو پړو ملګرو څه کوي چې هره ورځ د ښار د یوه لوی سوداګر، یوه لوی ټوپکي، د وکیل صاحب، د وزیر صاحب، د پلاني سفارت او پلانۍ مدني ټولنې مېلمه وي. هغه هسې هم له خپلې غوړې سکرترې او لپ او جپي اسسټانټ سره د ښکېلتیا لپاره د وخت سپما ته ضرورت لري او ته په اصل کې په ځان را ټولولو د هغه دغه هیله ور ترسره کوې. ورپسې نتیجه یې دا شي چې سړی ستا له فکره، ستا له ګټو، ستا له غمه یواځې بېګانه نشي، بلکې یو څه موده وروسته یې په مقابل کې ودرېږي. بیا نو د پسپسکو، سیاسي کنایو، او ډپلوماټیکې ژبې پر ځای ښکاره وایي چې یو تعداد افراطي، یو تعداد لېوني، یو تعداد آرماني، یو تعداد سخت دریځي…
بس عقلانیت هغه څه ورته ښکارېږي چې بدلېدل یې ناشوني وي او د حالاتو د بدلون پر ځای له خلکو څخه د حالاتو په مقابل کې د بدلون تمه لري.
خبره دا ده چې آیا د رهبرۍ له دې عمومي، اساسي، نسلي، تاریخي ستونزې سره زموږ برخورد معقول دی؟
آیا دا ستونزه د فرد ده، که د سیسټم، چاپېریال او کلتور ده؟
آیا معقوله ده چې دغسې عمومي ستونزه، چې بیا بیا، په هره کچه، او د هر ځوان او زاړه رهبر په برخلیک کې تکرارېږي، شخصي وګڼو او یواځې د شخص کرکټر ملامت وګڼو او وښکنځو؟
آیا د دې ستونزې ریښې د فرد په تربیه، اخلاقو او ضمیر کې دي، که د ټولنې په چاپېریال کې، او که نه، د یوه ځانګړي قشر د خواصو ستونزه ده ؟
آیا له محیط سره د انسان د توافق اساسي علمي قاعده او خاصه د رهبر په بدلون کې اساسي رول نه لري؟
آیا دا معقوله ده چې دومره ډېر خلک دې په یوه وار خراب شي؟ یا دې دومره ډېرو خلکو ته په یوه ځل خراب او بې لارې شوي وویلای شو؟
آیا په سیاست، موقف، حکومتي اداره، او سیاسي ډګر کې ریښتیا داسې مسائل شته چې ور نشې خبر به نشې؟ داسې خبرې چې یواځې مقرر شوي کس ته یې کشف کېږي او له وړاندې د پېشبینۍ وړ نه دي؟
آیا د فرد او د سیسټم د مقابلې، او په سیسټم کې د فرد د ذوب کېدلو خبره په دې برخه کې جدي د بحث وړ نه ده؟
د لوستې قشر او ولس، حتی د لوستي قشر د رهبرۍ او لوستو ځوانانو ترمنځ د هیلو او غوښتنو همغږي ولې نه رامنځته کېږي؟
سیاسي تشکل ولې نشو ترلاسه کولای؟ ولې زموږ رهبرۍ، له حامدکرزي، تر ولسمشر غني، تر نورو ټولو ملي مشرانو له ګوندي کاره ډډه کوي؟ ولې ځوانانو ته د بدیل غیرافراطي فکر هیڅ محور نه رامنځته کېږي؟
په نسلي لحاظ د رهبرۍ له یوه نسل څخه بل ته لېږد به څنګه کېږي؟ آیا دا به یواځې د اشخاصو د سن په لحاظ لېږد وي، که به ارزښتونه هم ورسره لېږدي؟ آیا یواځې اشخاص به بدلېږي، عمرونه به یې بدلېږي، که به یې فکر او ارزښتونه هم تجدید کېږي؟
د رهبرۍ دودیز فرصتونه، لکه مذهبي سیسټمونه، قبیلوي سیسټمونه، د ملکۍ او خانۍ سیسټمونه، د طریقت سیسټونه او نور د نوې رهبرۍ په رامنځته کولو کې نقش او مرسته کولای شي؟ د نقش سالم اړخ به یې څه وي، ناسالم به یې څه وي؟
د ځوانې رهبرۍ د راپنځولو لپاره کوم نوي فرصتونه رامنځته کېدلای شي؟ د قومي، هویتي، او عصبیتي رهبریو د ظهور مخه څنګه نیول کېدای شي؟ باید ونیول شي، که باید ونه نیول شي؟ د هویت د سیاست مخه څنګه ونیول شي؟ یا یې لږ تر لږه، ضررونه څنګه مهار شي؟
دې ته ورته ګڼې پوښتنې دي چې اساسي ځواب غواړي. زه په دې لیکنه کې د ځواب لیکلو په تکل نه یم او نه د دې ستونزې ځواب د یوې لیکنې کار دی. زه په دې لیکنه کې د دې اساسي پوښتنو د مطرح کولو په تکل کې یم او غواړم چې زموږ د رهبرۍ د سیسټم، او په لویه کې د رهبرۍ د خلاء د لرې کولو په برخه کې ننګونې او فرصتونه روښانه شي. تر څو به لکه بې میره زاڼي، په بې سرحده اسمان کې ستړی مزل کوو او یو یو به له کتاره را لوېږو او د ښکاریانو دام ته لوېږو؟

د دې پوښتنو مطرح کول د رهبرۍ د حاکمو سیسټمونو، او د نوښت او تجدد په وړاندې د پرتو خنډونو په برخه کې جدي علمي څېړنو ته اړتیا پېښوي. زما دا اساسي پوښتنې د یوه کره علمي بحث اساس او د دې پوښتنو ځواب دې ورک ولس لپاره د رهبر پلټلو پر لاره څراغ کېدای شي.

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *