شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / آذاربایجان په افغانستان کې خپل سرتېري ډېروي

آذاربایجان په افغانستان کې خپل سرتېري ډېروي


سپوږمۍ راډیو

   جمعه 03 ليندی 1396 ساعت 08:31

اذربایجان د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته اضافي سرتېري استوي. اوس مهال ټول ۹۴ اذربایجاني سرتېري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پرون په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره تر کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به نور سرتېري هم استوي. د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د اذربایجان د پوځي ونډې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې له افغان ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د آذاربایجان مرستې د ستاینې وړ دي. د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدایالاتو د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته ناټو له خپلو غړو او متحدو هېوادونو وغوښتل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته نور سرتېري واستوي.



Addthis


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *