شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / زموږ له مرستې پرته افغانستان ته سوله راوستل ناشوني دي

زموږ له مرستې پرته افغانستان ته سوله راوستل ناشوني دي


سپوږمۍ راډیو

   جمعه 03 ليندی 1396 ساعت 07:37

د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې د سولې راوستل ناشونی کار دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي، په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره د امریکا او پاکستان ګډه همکاري اړینه ده. نوموړي ویلي د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو پر ښه کېدو کار روان دی او همدا راز له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو د پيلولو هڅې هم پيل شوې دي. اقبال له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره روانه مبارزه د امریکا او پاکستان په همکارۍ له منځه تللی شي. هغه همدا راز ټینګار کړی دی، چې خاوره به یې د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي او ګاونډیانو ته هم په کار ده، چې خاوره یې د پاکستان پر ضد و نه کارول شی. اقبال داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې افغان حکومت، ناټو، هند او امریکا پاکستان د ترهګرو ملاتړی بولي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له دې چارې لاس واخلي.



Addthis


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *