شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / مجیب ځدراڼ په بي پي ایل کې لوبېږي

مجیب ځدراڼ په بي پي ایل کې لوبېږي

.د انځور حقوق
ACB

Image caption

مجیب ځدراڼ د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو کپ سیالیو کې په ۵ لوبو کې ۲۰ ویکټې اخیستې وې

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډلې ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ د بنګله دېش په غوره لیګ کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته رسېدلی دی.

مجیب ځدراڼ د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو کپ سیالیو کې د توپ غورځونې په برخه کې تر ځليدا وروسته د نړیوالو پام د ځان پر لور کړ.

نوموړي په اسیا کپ سیالیو کې په پنځو لوبو کې ۲۰ ویکټې اخیستې وې.

مجیب ځدراڼ به د بي پي ایل په ټورنمنټ کې د (کومیلا ویکټورینز) لوبډلې لپاره لوبه وکړي.

له کومیلا ویکټورینز لوبډلې سره د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان هم لوبه کوي، خو دواړه لوبغاړي به د بي پي ایل تر پایه له یادې لوبډلې سره پاتې نه شي.

په سوداګریزو لوبو کې معمولاً دا د هوکړه لیک برخه وي چې په ملي لوبډله کې د اړتیا پر مهال به سوداګریزې لوبې پرېږدي او ملي لوبډلې ته به لومړيتوب ور کوي.

د افغان کرېکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، نبي عیسی خېل او راشد ارمان به په اماراتو کې د لویو وچو کپ په تر سره کېدونکو سیالیو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای شي:

” محمد نبي عیسی خېل له ویکټورینز لوبډلې کابل ته راستون شوی او له ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو لپاره به ژر اماراتو ته لاړشي. “

نوموړي دا خبره هم وکړه چې راشد ارمان به په راتلونکو دوه – درې ورځو کې له بنګله دېشه نېغ په نېغه اماراتو ته لاړ او له ملي لوبډلې سره به مل شي.

* افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ پېلوي

* دوه نوي افغان کرېکټ ستوري

* کرېکټ: اسیا کپ کې افغانستان پاکستان ته “تاریخي” ماتې ورکړه

د بنګله دېش د کرېکټ ۲۰۱۷ کال په غوره لیک کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي اخیستل شوي دي.

دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد ارمان له کومیلا ویکټورینز، سمیع الله شینواری او زهیر خان رانګپور رایډرز او نجیب ځدراڼ به له چیټاګانګ ویکینګز لوبډلو سره لوبه کوي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *