شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې نوې مبارزې د بریا په خاطر پیل شوې

په افغانستان کې نوې مبارزې د بریا په خاطر پیل شوې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیانو ته په خپل نوې پیغام کې ویلي چې په روان جګړه کې د امریکایي پوځیانو وروستي لاسته راوړنې یو توده موضوع ګرځیدلی.

نوموړی تیره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د شکرانې ورځ په مناسبت کې په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیانو ته وینا وکړه.

هغه وویل چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې له نوې پیل وروسته هرڅوک د امریکایي پوځیانو د پرمختګونو په هکله خبرې کوي چې په تیرو څو میاشتو کې ترلاسه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې نوې مبارزې د بریا په خاطر پیل شوې او هغه لاسته راوړنې چې امریکایي پوځیانو په تیرو درې او یا هم څلور میاشتو کې ترلاسه کړي، هیڅوک تر اوسه نه دی لیدلی.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیانو په وروستیو کې د ترهګرو پر ضد خپل مبارزې او هڅې ګړندی کړي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکایي پوځیانو په ملاتړ لهڅو ورځې راهیسې په سویل هلمند ولایت کې هم هوایي بریدونه پیل کړي چې هدف یې د چارواکو په وینا د طالبانو د مخده موادو فابریکې لمنځه وړل دي.

 ولسمشر ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې تګلاره په ډاګهه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *