شنبه , دسمبر 16 2017
کور / اسلامي ليکنې / د رشوت له مال څخه د خلاصون لاره څه ده ؟

د رشوت له مال څخه د خلاصون لاره څه ده ؟

سلامونه او نیکې هیلې:
ما یو چیرته وظیفه درلود چی هلته کی خلکو زه دی ته مجبور کړم چی رشوت واخلم زکه هغوی هم رشوت اخیست او ماباید د هغوی لپاره دا کار کړی وای خو اوس می استفا ورکړی
زما سره یو څو هماغه مرداری روپی دی نه پوهیږم څه وکړم زه نه غواړم چی له دی پیسو څخه ګته واخلم او نه یی د ځان یا فامیل لپاره مصرف کړم. له دی پیسو څخه صرف یوه اندازه راته معلوم دی چي د کوم کس پوری مربوط دی
هیله ده راته کره ځواب راکړی
الله مل نیکمرغه لره


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رشوت اخيستل لویه ګناه او لعنت سبب دی .

 لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي ( مسند احمد ۴۷/۱۱ او سنن الترمذي ۱۳۳۷ ) .

يعنې: رسول الله صلی الله عليه وسلم  په رشوت اخيستونکي او ورکونکي لعنت فرمايلی دی .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لعنت د ښيرا په معنی دی يعني څوک چې رشوت اخلي هغوی دې د الله جل جلا له  د رحمت څخه لرې او محروم وي .

په بل روايت کې راغلي : لا يدخل الجنة جسد غزى من حرام (السلسلة الصحيحة ۲۶۰۹ ).

ژباړه: جنت ته به داخل نه شي هغه بدن کوم چې په حرامو تغزيه شوی وي .

د خلاصون لاره :څوک چې رشوت خوړلو څخه توبه وباسي ، د توبې وروسته به دا مال خپل مالک ته سپاري ، که مالک ته د هغه د سپارلو امکان نه وي نو دا مال به د ګناه څخه د خلاصون په نيت په مسکينانو او فقيرانو وويشي .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/248) : ” المال الحرام كالمأخوذ غضبا أو سرقة أو رشوة أو ربا أو نحو ذلك ليس مملوكا لمن هو بيده , فلا تجب عليه زكاته ; لأن الزكاة تمليك , وغير المالك لا يكون منه تمليك ; ولأن الزكاة تطهر المزكي وتطهر المال المزكى لقوله تعالى : ( خذ من أموالهم صدقة تطهرهم وتزكيهم بها ) وقال النبي صلى الله عليه وسلم: ( لا يقبل الله صدقة من غلول ) .

والمال الحرام كله خبث لا يطهر .

والواجب في المال الحرام رده إلى أصحابه إن أمكن معرفتهم وإلا وجب إخراجه كله عن ملكه على سبيل التخلص منه لا على سبيل التصدق به , وهذا متفق عليه بين أصحاب المذاهب .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *