شنبه , دسمبر 16 2017
کور / اسلامي ليکنې / د صهيونيست لخوا د بيت المقدس اشغال

د صهيونيست لخوا د بيت المقدس اشغال

  صهيونيست څه شی دی ؟

صهيونيست د يهودو يو سياسي ، نژادي او متعصب حرکت دی چې مقصد يې په فلسطين کې د يهودي حکومت جوړول ، او خپل پايتخت ته قدس شريف ته نقلول او له هغه ځای څخه پر ټوله نړۍ باندې واک لرل دي .

د صهيونيست نوم د صهيون څخه اخيستل شوی دی ، صهيون په بيت المقدس کې د يو غره نوم دی .

بيت المقدس ته د پايتخت نقلول د هغوی پخوانی پلان وو چې اوس د نړيوال شيطاني ورکشاپ ( امريکايي طاغوت) په وسيله عملي کړ .

ددې موضوع په اړه د مسلمانانو مسئوليت :

دا واضح حقيقت دی چې يهود او نصارا د اسلام او مسلمانانو پخواني دوښمنان دي ، د يهودو صهيونيستي ظالم رژيم د يوې ورځې لپاره هم ځان نشي ټنګولای مګر د دغه ظالم رژيم تر شا نړيوال شيطاني ورکشاپ (امريکايي رژيم ) او اورپا دي او هغوی يې د اسلام پر وړاندې حمايه کوي .

څو پورې چې مسلمانان د «الولاء و البراء» مسئلې ته تسليم نشي تر هغه پورې به ددې ذلت څخه خلاص نشي ، مسلمانان دې خپل دوست او دوښمن وپيژني ، د کفري حرکتونو او کفري يرغلګرو له دوستۍ او مرستې څخه دې لاس واخلي ، که هغوی نن ورځ مسجد الاقصی رسماً اشغالوي نو د ما او ستا جومات ، کلی او عزت يې پخوا اشغال کړی دی .

د کفارو د دوستۍ او مرستې انجاب به دا وي چې :

 الله تعالی به مو له خپلې دوستی ورټي .

د کفارو په ټولو فسادونو او جرمونو کې به شامل وئ .

د سخت ذلت او خواری سره به مخ شئ .

آخر به د کفارو لخوا هم ورټل شئ ځکه د هغوی دوستي د غڼې کور دی چې په کمه هوا او باد سره نړيږي .

که توبه ونه باسئ بلاخره به د هغوی سره حشر کيږئ او الهي قهر به مو په برخه شي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *