شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / د طالبانو نومول شوی ولسوال او د بند خونې مسوول ووژل شول – خامه پرس پښتو

د طالبانو نومول شوی ولسوال او د بند خونې مسوول ووژل شول – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Thu Dec 07 2017, 11:16 am

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د حصارک لپاره نومول شوی ولسوالی، بند خونې مسوول او یو شمېر نور وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د حصارک ولسوالۍ لپاره د تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په دواب او اب زنګانۍ سیمو کې تېره شپه ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لورې د تش په نوم نومول شوي ولسوال عبدالحسن،چې مشهور په عاجز دی وژل شوی دی .

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې عملیاتو پر مهال د نومول شوي ولسوال سربېره د یادې ولسوالۍ لپاره تش په نوم نومول شوي د بند خونې مسؤل نبي مشهور په غورځنګ،د پوهنې لپاره ټآکل شوی مسؤل یار محمد مشهور په حقیاراو د دې ډلې یو سرګروپ صدیق الله په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو هغه سیمې هم تخریب شوي،چې د ګمرک په نوم یې ترې استفاده کوله .

ځایي چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې ځآنګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *