شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / د قدس په تړاو د ټرمپ د پرېکړې په اړه د افغان حکومت غبرګون

د قدس په تړاو د ټرمپ د پرېکړې په اړه د افغان حکومت غبرګون

غني او عبداللهد انځور حقوق
Reuters

Image caption

د ملي یووالي حکومت مشران وايي، د قدس په اړه یې دریځ د نورو افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو د دریځ په شان دی.

افغان ولسمشر د ټرمپ له خوا قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو پرېکړه د ټولو مسلمانانو د احساساتو زیانمېدو او د منځني ختیځ د سولې د بهیر ټکني کېدو لامل بللی. اجراییه مشر عبدالله هم د ټرمپ دا پرېکړه د فلسطیني ولس د راتلونکي حکومت جوړېدو د هیلې له منځه وړل بللي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ ته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امریکا له خوا نیول شوې پرېکړه منځني ختیځ کې د سولې د بهیر له خطر سره مخامخ کېدو لامل ګرځي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي یووالي حکومت او د نړۍ مسلمان هېوادونه د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي:

“بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونو سازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.”

ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې د عربانو او نړیوالو توند غبرګونونه

د بیت المقدس تاریخ په شلمه پيړۍ کې

ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

عبدالله وايي، د ټرمپ د پرېکړې په اړه د دوی دریځ د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو او نړیوالې ټولنې د دریځ په شان دی.

دی وايي، له ولسمشر غني سره یې په ګډه له دیپلوماتیکو لارو خپل نظر شریک کړ چې د افغانستان ملي یووالي حکومت د امریکا له لوري قدس د اسرائیلو د پلازمېنې پېژندلو له پرېکړې سره موافق نه دي.

ښاغلی عبدالله وايي، د امریکا دا پرېکړه نه یوازې د جګړې ځپلي فلسطیني ولس لپاره د راتلونکي حکومت د هیلو له منځه وړلو په معنا دي، بلکې له نړیوالې سولې سره هم تړاو لري.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *