شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / د کرلینګ افغان ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیداکړه

د کرلینګ افغان ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیداکړه


پنجشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۰

د افغانستان کرلینګ ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیداکړه.

د افغانستان کرلینګ ملي لوبډله به په خپل لنډ تاریخ کې د لومړي ځل له‌ پاره د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال کرلینګ لوبو نړیوال جام «ډبل میکس» سیالیو کې برخه واخلي.

د افغان کرلینګ فدراسیون مشر او د المپيک ملي کمېټې ویاند منورشاه شهزاد ویلي، د کرلینګ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شي.

کرلینګ المپیکي لوبه ده چې افغانستان ته نوې راغلې، که څه هم دا ورزش په افغانستان او سیمه کې سابقه نه‎لري خو په کابل کې یې مینه‎وال پیدا کړي دي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *