شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / عبدالله د بیت المقدس په هکله د ولسمشر ټرمپ د پریکړې پر وړاندې غبرګون وښود – خامه پرس پښتو

عبدالله د بیت المقدس په هکله د ولسمشر ټرمپ د پریکړې پر وړاندې غبرګون وښود – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Thu Dec 07 2017, 10:08 am

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د بیت المقدس په هکله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې پر وړاندې غبرګون وښود او او ټینګار یې وکړ چې دغه اقدام به د منځني ختیځ او د نړی په کچه د سولې پر هڅو منفي اغیزې ولري.

نوموړی د ویډیو پیغام له لارې وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په اړه اندیښمند دی او افغان حکومت له دې پریکړې سره موافق نه دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د فلسطین موضوع د نړی له سولې سره ارتباط لري او په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي مجمع پریکړې هم وجود لري.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ټنیګا وکړ چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د فلسطین خلکو او د هغوي مشروع غوښتنو په ملاتړ خپل هڅې د نړیوالو اجماعو په چوکات کې جاري وساتي ترڅو فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه او د بیت المقدس ختیځې د دغه هېواد د پلازمینې په توګه وپیژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تیره ورځ په سپنې ماڼی کې د وینا پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه وکړه چې د یاد هېواد سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

هغه وویل که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو دولتونو د جوړیدو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د اروپا اتحادیه او ملګري ملتونه د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په غبرګون کې وویل چې د واشنګټن دغه پرېکړه به سخت عواقب ولري.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *