شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / موږ د فلسطینیانو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ یې کوو

موږ د فلسطینیانو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ یې کوو


سپوږمۍ راډیو

   پنجشنبه 16 ليندی 1396 ساعت 10:33

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د بیت المقدس د مسئلې په اړه په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان حکومت او افغانان د فلسطین د وګړو تر څنګ ولاړ دي او ددوی د حقوقو ملاتړ کوي. د اجرایه رییس په وینا افغانان هیله لري، چې نړیواله ټولنه او اکثریت هغه هېوادونه چې د فلسطینیانو د حقوقو پلویان دي یوه ورځ وکړی شي، هلته شته ستونزې له منځه یوسي او فلسطینیان په سوله کې ژوند وکړي. د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه په نړیواله کچه له توندو غبرګونو سره مخ شوې ده. د منځني ختیځ په ډېری هېوادونو کې خلک سړکونو او کوڅو ته راوتلي او د امریکا ضد لاریونونه یې کړي دي. د ډېری اسلامي هېوادونو ولسمشرانو او حکومتونو هم د امریکا دغه پرېکړه غندلې ده.



Addthis


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *