شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې چاودنې له امله ۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار کې چاودنې له امله ۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار ولايت د اچین ولسوالۍ د شډل سر تڼۍ سيمه کې نن د لیندۍ په ۱۶مه غرمه شاوخوا دولس بجې د پرسونل ضد ماين په چاودنه کې يوه ماشومه په شهادت رسیدلې او يوه مېرمن او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

. د والي ویاند عطاالله خوږياڼي خبریال ډاټ کام ته وویل یاد ماین په کثافاتو کې ځای پر ځای شوو،چې د لرګیو او نورو توکو د را ټولیدو پر مهال په یادو ماشومانو او میرمنې یې چاودنې وکړه .

 د ننګرهار د والي ویاند خبریال ډاټ کام زیاته کړه ټپيان د درملنې په موخه د غني خېلو ولسوالۍ سيمه ييزو روغتون ته ليږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی حاجی عبیدالله شینواري خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې په یاده پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړي ده

نوموړي په چاودنه کې شهیدې شوې ماشومې ته د جنت فردوس او ژوبلو ماشومانو ته د روغتیا هیله څرګنده کړي ده

د يادونې وړ ده د دې پېښي مسولیت تر دې دمه کومې وسله والي ډلی نه دي منلي 


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *