شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان د ۱۹ کلنو نړیوال جام کرکټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

پاکستان د ۱۹ کلنو نړیوال جام کرکټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه


د پاکستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.

راپورونه وايي، پاکستان دا ځل په خپله هغه لوبډله کې چې د اسیا جام سیالیو په پای‌لوبه کې يې د افغانستان د ۱۹ کلونو ملي لوبډلې په وړاندې يې ستره ماتې وخوړه پنځه بدلونونه راوستي دي.

د پاکستاني ټلوېزیون جیو نیوز د معلوماتو له مخې، خو اوس هم د دې هېواد د کرکټ پوهان خوښ نه‎دي او فکر کوي چې دا لوبډله به اوس هم د افغان لوبډلې په وړاندې بری ترلاسه نه‎شي کړای.

د پاکستان لوبډله په خپل ګروپ کې د افغانستان، ایرلنډ او سریلانکا سره سیالي کوي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور پر اساس د ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالۍ به د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په ۱۳ نېټه په نوي زیلاند کې پیل شي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *