شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / نړۍ / پخوانی دیکتاتور او اوسنی ترهګر د ټاکنو لپاره سره یو ځای کېږي

پخوانی دیکتاتور او اوسنی ترهګر د ټاکنو لپاره سره یو ځای کېږي


سپوږمۍ راډیو

   پنجشنبه 16 ليندی 1396 ساعت 10:34

د پاکستان پخوانی دیکتاتور وایي له حافظ سعید سره یو ځای کېږي. پرویز مشرف ویلي، چې د حافظ سعید ګوند به له ځان سره یو ځای کړي او په راتلونکو ټاکنو کې به برخه واخلي. حافظ سعید چې د ملګرو ملتونو او امریکا د ترهګرو په لېست کې شامل دی، په لاهور کې ژوند کوي او په ګڼو ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن دی. هغه څه موده وړاندې د پاکستاني حکومت له لوري نظربند شوی و، خو اوس بېرته ازاد دی او فعالیتونه یې پيل کړي دي. امریکا د پاکستان دغه کار غندلی و. اوس پرویز مشرف به خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د حافظ سعید له ګوند او څو نورو ګوندونو سره یو ځای کېږي او په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي.



Addthis


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *