شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / په ټول افغانستان کې مې یوه لوېشت ځمکه نه ده غصب کړې

په ټول افغانستان کې مې یوه لوېشت ځمکه نه ده غصب کړې


سپوږمۍ راډیو

   پنجشنبه 16 ليندی 1396 ساعت 10:35

د اسلامي دعوت ګوند مشر وايي په ټول هېواد کې یې یوه لوېشت ځمکه هم نه ده غصب کړې. عبدالرب رسول سیاف چې نن یې د خپل ګوند د مشرانو په یوه غونډه کې خبرې کولې ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې داسې تورونه ورباندې لګېږي، چې د اسلامي دعوت ګوند غړي او پخپله استاد سیاف لسګونه جرېبه ځمکه غصب کړې او لسګونه لوړپوړې ودانۍ لري. هغه زیاته کړه، کولی شي، هر چا ته حساب ورکړي او دا به ورته ثابته کړي، چې په ټول افغانستان کې یې نه ځمکه غصب کړې ده او نه یې هم کومه لوړ پوړې ودانۍ جوړه کړې ده. نوموړي همدا راز ویلي، چې حکومت یې غږ نه اوري، خو سره له دې هم د حکومت پلوی دی او د حکومت ملاتړ کوي. استاد سیاف همدا راز ویلي، چې په حکومت کې ګڼې ستونزې شته دي او د حل لار یې دا ده، چې حکومت له ولس سره ځان نږدې کړي او د خلکو خبرو ته غوږ ونیسي. د سیاف په خبره هغه حکومتونه پیاوړي دي چې ولس یې ملاتړ وکړي نه پردي خلک.



Addthis


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *