شنبه , دسمبر 16 2017
کور / خبرونه / افغانستان / که طالبان وغواړي په کابل کې ورته دفتر پرانېزو

که طالبان وغواړي په کابل کې ورته دفتر پرانېزو


سپوږمۍ راډیو

   پنجشنبه 16 ليندی 1396 ساعت 10:25

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره چمتو دي چې لکه د حزب‎اسلامي په څېر طالبانو ته هم په کابل کې یو دفتر پرانیزي. د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وايي، که طالبان بیا په بل کوم هېواد کې دفتر غواړي افغان حکومت د دغه وړاندیز منلو ته هم تیار دی. دی ټینګار کوي هر هغه مېکانیزم او پروسه چې د سولې د خبرو لپاره د وسله ‎والو طالبانو له‎خوا مطرح شي افغان حکومت ته د منلو وړ ده. دا وړاندیزونه داسې وخت کېږي چې له دې وړاندې دې ډلې د افغان دولت د ورته وړاندیزونو په بدل کې مثبت ځواب نه ‎دی ورکړی. د ملي وحدت حکومت له راتګ سره دې پروسې یو ځل بیا چټکتیا پیدا کړه، تر دې چې د دواړو لورو استازو په پاکستان کې سره ولیدل، خو د افغان حکومت په باور د پاکستان نه‌همکارۍ دا پروسه بیا له ځنډ او خنډ سره مخ کړه. د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د دفتر د وړاندیز په غبرګون کې ویلي، چې دوی د کابل له حکومته دفتر نه‌غواړي. ده د وسله‎والو طالبانو په پخوانۍ غوښتنه یعنې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټينګار کړی دی.



Addthis


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي.
تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *