چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور / خبرونه / افغانستان / جمهور رئیس غني د خوګیاڼیو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل

جمهور رئیس غني د خوګیاڼیو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د خوګیاڼیو قوم له استازو او مشرانو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د خوګیاڼیو شورا مرستیال محمد عمر شېرزاد، قومي مشر ملک حسن  او د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل اجمل عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې یې د جمهور رئیس غني د معقول او څرګند دریځ قدرداني وکړه.

یادو ویناوالو د زیربنا، بندونو، اقتصادي همکاریو، اداري فساد سره د مبارزې، اقتصادي پروژو، ټرانزیټي لارو د پرانېستو او نورو برخو کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس غني د پلانونو، اقداماتو او لاسته راوړنو هرکلی وکړ.

هغوی څرګنده کړه، د حکومت اقتصادي برنامې او کوښښونه به د هېواد د امنیت، ثبات او انکشاف په برخه کې پام وړ اغېز ولري. همدارنګه یې له حکومت څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د امنیت، انکشافي پروژو، معارف او نورو برخو کې شته ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

دغو ویناوالو د میوند معرکې د اتلې ملالۍ د هدیرې د رغاولو تر څنګ په مسلکي توګه د کانونو د را اېستلو، د سړو خونو او کابل – جلال اباد سرک د جوړولو، د ټاکنو په ترسره کولو او په اساسي توګه د برېښنا د ستونزې د حل وړاندیزونه وکړل.

د یادو ویناوالو د څرګندونو او ویناو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني له دولت او د حکومت له برنامو څخه د دوی د بشپړ ملاتړ  څخه په مننې وویل، ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سیمې له دښمن څخه پاکې کړي.

د هېواد جمهور رئیس د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له یادو مشرانو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي. هغه زیاته کړه، د نوي قراراد په اساس به د کابل – جلال اباد لویه لاره په اساسي توګه جوړه شي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، له منځنۍ اسیا څخه د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا له واردولوسره به د ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي. هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولایت لپاره د ۲۰ میګا واټه لمریزې برېښنا ترتیبات هم نیول شوي دي.

جمهور رئیس غني وویل، د ولسي تړون پروګرام مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د خوګیاڼیو د ولسوالیو اړوند کلي هم په یاد پروګرام کې شامل کړي. هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې په راتلونکو دوه کالو کې  به د افغانستان په هره ولسوالۍ کې داسې اساسي کارونه ترسره شي چې د خلکو پر ژوند به مثبت اغېز ولري.

محمد اشرف غني یادونه وکړه، د مېملې باغ د احیا ترڅنګ به د میوند معرکې د اتلې ملالۍ هدیره په اساسي توګه ورغاول شي. هغه زیاته کړه، ننګرهار کې به د خپلې بشري پانګې له امله اساسي تحول راشي.

جمهور رئیس په ټینګار سره وویل: اوبه زموږ ابرو او عزت دی او حکومت یې د مهارولو لپاره اساسي تدابیر په پام کې لري. همدارنګه به په بندونو او کانونو باندې هم اساسي کار وشي. هغه زیاته کړه، حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر وخت ترسره شي.

د دغې کتنې په پای کې د خوګیاڼیو قومي مشرانو جمهور رئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن په اوږو ور واچوله او په چارو کې  یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه. 


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *