پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا:دبلخ ولایتي مقام ته په سولیز انتقال ټینګارکړی

امریکا:دبلخ ولایتي مقام ته په سولیز انتقال ټینګارکړی

دبلخ والي عطانور ګوښه کیدل نړۍ واله موضوع ګرځیدلې چې تیره ورځ  د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلېفوني کرښه کې دهغه نظرتائیدولو سره خبرې کړې .

دارګ سرچینې وايي چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس په بلخ ولایت کې په سوله ییزه توګه د واک پر لېږد ټينګار کړى دى اودیوه قانوني حکومت غوښتنه یې کړې چې دولسمشرټاکنه یې لازمي ګڼلې ده.

یاده دې وي چې ولسمشر اشرف غني تېره میاشت د بلخ د پخواني والي عطا محمد نوراستعفا منظوره کړه او انجنیر داوود یې د هغه پر ځای نوی والي وټاکه، خو نور د ولسمشر پرېکړه نه مني او هره ورځ ولسمشر او اجرايیه رييس ته ګواښونه کوي، چې ګوندې څوک یې نه شي لرې کولی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس تېره شپه په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي چې له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې ټیلېفوني اړیکه نیولې ده نوموړي دبلخ ولایت پر سیاسي حالاتو او ددې ولایت د واک په سوله ییزه توګه له انتقال څخه یې ملاتړ وکړاودایې قانوني چلند بللی دی.

سپینې ماڼۍ هم یاد خبرتائید کړی اودولسمشراشرف غني په ملاتړیې ټینګارکړی دی، افغان حکومت یې له عطامحمد نور سره د خبرو له لارې د کړکیچ حل کولو ته هڅولی دی هغوی دافغان ولسمشردټرمپ دستراتیژۍ ملاتړی بللی اودهغه هڅې یې ستايلې دې.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د بلخ ولایت د مقام د مسئلې د حل موخه د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پینس د وړاندیز هرکلی کړی دی اودایې ښه ګام بللی ترڅو داموضوع حل شي ،خودې سره عطاهم دامریکا چارواکې خبرې تائیدکړې اودهغوی څخه یې مننه کړې.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *