پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / نړۍ / امریکا پر فلسطینیانو تر نیمايي ډېره مرسته بنده کړه

امریکا پر فلسطینیانو تر نیمايي ډېره مرسته بنده کړه

د انځور حقوق
Reuters

Image caption

له فلسطینیانو سره کېدونکې مرسته تر ډېره خوراکي توکي او د څښاک پاکې اوبه وي.

د امریکا متحده ایالتونو هغه ۱۲۵ میلیون ډالري کلنۍ مرسته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له لارې یې فلسطنیي کډوالو ته ور کولې، تر نیمايي ډېره کمه کړې ده.

پر فلسطیني کډوالو د امریکا مرسته وروسته هغه له نیمايي زیاته کمېږي چې د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو له امله د متحده ایالتونو او د فلسطین د کورواکې ادارې ترمنځ اړیکي خړ پړ شول.

تېره ورځ د جنورۍ ۱۶مه د امریکا دولت اعلان وکړ چې له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په پار د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته یوازې ۶۰ میلیون ډالره ور کوای شي او پاتې ۶۵ میلیون ډالره به د یو لړ ملاحظاتو تر ارزونې پورې نه ور کول کېږي.

د امریکا ولسمشر وړاندې د فلسطین کورواکي ادارې ته ګوتڅنډنه کړې وه که په منځني ختیځ کې د امریکا د سولې هڅو ته شا کړي، نو مالي مرستې به پرې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د امریکا مالي مرسته د دې ادارې له خوا له فلسطینیانو سره د کېدونکې مرستې ۳۰ سلنه جوړوي.

ملګري ملتونه دغه مرستې پر هغو فلسطینيانو وېشي چې ځمکې یې اشغال او کډوال شوي دي.

تر امریکا وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې بله ستره مالي ملاتړې اروپايي ټولنه ده.

سپینه ماڼې پر فلسطیني کډوالو خپلې مرستې پر داسې مهال کموي چې دوه ورځې وړاندې د فلسطین د کورواکې ادارې رهبر محمود عباس وویل، د امریکا له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پېژندل د (پېړۍ څپېړه) ده.

نوموړي پخپلو خبرو کې زیاته کړه، په منځني ختیځ کې به د امریکا له خوا د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *