پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنو ځوانانو د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنو ځوانانو د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه.
دا پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان په وخت تېره شپه په نيوزيلنډ كې پيل شوه او نن سهار لس بجې پاى ته ورسېده.
لومړۍ توپوهنه افغان ۱۹ کلنو وکړه او سرېلانکا لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۵ منډې هدف وټاکه، چې سيالې لوبډلې هدف پوره نه شو کړی.
لوبه د باران له کبله يو څه وخت وځنډېده، خو د ( DL/ method) سيسټم له مخې لوبه ۳۸ اورونو ته راکمه شوه او د سرېلانکا ۱۹ کلنو لوبډلې ته يې په ۳۸ اورونو کې ۲۳۵ منډې هدف وټاکه.
سرېلانکا لوبډلې په ۳۷ اعشاريه ۳ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې وكړې او افغان لوبډلې لوبه د ۳۲ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو له ډلې په توپوهنه کې ابراهيم ځډران ۸۶ تر ټولو ټولو ډېرې منډې، دروېش رسولي ۶۳ او اکرام علي خېل ۵۵ منډې جوړې کړې.
او په توپ اچونه کې بيا د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي لوبډلمشر نوين الحق،۲ عظمت الله عمرزي او ۲ قيس احمد وسوځول.
افغان لوبډله به خپله درېيمه لوبه ايرلنډ سره ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې وركړې وه.
د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلو په ګډون د کرکټ د نړيوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شوې دي. دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ سره شامل دى.

 


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *