پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / نړۍ / واشنګټن پوسټ: د ژمي بمبارۍ به طالبان مات کړي؟

واشنګټن پوسټ: د ژمي بمبارۍ به طالبان مات کړي؟

د انځور حقوق
Getty Images

افغانستان کې د امریکا هوايي بمباري په ژمي کې هم روانه ده خو ایا د طالبانو مخه به ونیسي؟ دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي نور کله به په ژمي کې په افغانستان کې جګړه سړه شوه، طالبان به بیرته خپلو کلیو ته لاړ چې ژمي تود تېر کړي او امریکايي ځواکونو به هم رختصي کوله.

خو سږکال په تېرو ۱۶ کلونو کې لومړنی دی چې په ژمي کې جګړه سړه نه شوه او په تېر ډیسمبر کې امریکايي او افغان ځواکونو ۴۵۵ هوايي بریدونه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي د ۲۰۱۶ کال په همدې ۶۵ هوايي بریدونه شوي وو او ان کله چې په افغانستان کې نژدي سل زره امریکايي پوځیان وو ډېر لږ به داسې پېښ شول چې ۲۰۰ هوايي بریدونه دې وشي.

واشنګټن پوسټ لیکي سږکال په هوايي بریدونو کې زیاتوالی د ولسمشر ټرمپ د هغې تګلارې له مخې دی چې د اګسټ په میاشت کې یې اعلان کړه او اوس امریکايي ځواکونه کولای شي پر طالبانو مخامخ بریدونه وکړي.

ډیلي ټایمز:

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د پاکستان، افغانستان، د پاکستان او ایران د سوداګرۍ ګډو خونو په اقتصادي برخه کې د همکاریو یادښاتونه لاسلیک کړل.

ورځپاڼه لیکي چې د یادښتونو د لاسلیکولو په مراسمو کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ټینګار وکړ چې په اقتصادي ډګر کې اهداف یوازې د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي او په دې برخه کې د سوداګریو ګډې خونې کولای شي مهم رول ولوبوي.

ورځپاڼه د سوداګرۍ خونې د چارواکو له قوله لیکي په اقتصادي برخه کې د بریاوو په خاطر باید سیاست له سوداګرۍ نه جلا کړای شي چې په وینا له دې سره به سوداګر هم د هوساینې ساه واخلي.

دې ټیلګراف:

هندۍ دې ټیلګراف ورځپاڼه په یو مطلب کې د هند د کرېکټ بورډ د مشر امیتاب چوهدري له قوله لیکي د افغانستان او هندوستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه به د جون په میاشت کې وشي او له هغه وروسته به د هندوستان لوبډله ایرلنډ او انګلستان سره لوبې ته لاړه شي.

ورځپاڼه د هند د کرېکټ بورډ د مشر له خولې لیکي چې د افغانستان هندوستان ترمنځ ټیسټ لوبه به د جون میاشتې له ۱۴ نه تر ۱۸ نیټې پورې په بنګلور کې ترسره شي او دې د لوبې ته د افغانستان او هند ترمنځ د دوستۍ نوم ورکړل شوی دی. امیتاب چوهدري ویلي دوی ویاړي چې په دې لوبه کې د افغان لوبډلې کوربانه دي.

دې انډېپینډینډ:

ټرمپ یو کال په واک کې له تېرولو وروسته هم ایران ونه پیژانده تر عنوان لاندې په لندن کې چاپیدونکې دې انډېپینډینډ ورځپاڼه د یوه عراقي پخواني وزیر چې خپل نوم یې نه دی ښوولی له قوله لیکي ټرمپ او جنرالانو یې ځانونه قانع کړي چې که لږ فشار هم پر ایران واچوي نو د ایران رژیم نسکورېږي خو داسې نه ده چې ایران دې د پخوا پرتله کمزوری شوی وي.

ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ ننداریو وار دمخه د منځني ختیځ ځینې برخې بې ثباته کړې دغه عراقی پخواني وزیر په دې ګومان دی چې د امریکا د ګواښونو ډېرېدل په دې مانا ده چې ایرانیان په عراق او سوریه کې خپلې پښې لا ټینګې کړي.

واشنګټن پوسټ:

د کنګل په بدل کې د کنګل طرحه ټیلرسن رد کړه تر عنوان لاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي که شمالي کوریا د اتومي وسلو جوړولو پروګرام ودروي نو بیا به هم امریکا له سویلي کوریا سره خپلو ګډو پوځي تمرینونو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه د ښاغلي ټیلرسن له قوله لیکي چې ژمنه یې کړې ده تر هغه به پر شمالي کوریا اقتصادي او دیپلوماتیک فشار اچوي چې له خپل اتومي پروګرام نه لاس په سر شي.

واشنګټن پوسټ لیکي ښاغلي ټیلرسن دغه څرګندونې کاناډا کې د شلو هېوادونو د هغې سرمشریزې په پرانستوونکې وینا کې وکړې چې پر شمالي کوریا د اقتصادي بندیزونو د سختولو په هکله په کې خبرې کېږي او ښاغلي ټیلرسن د سرمشریزې ګډنوالو ته وویل پر شمالي کوریا باید دومره فشار واچول شي چې د خپل اټومي پروګرام په هکله باوري خبرو ته رامخې ته شي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *