پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان دامریکا سره دمرستې پریکون اعلان کړ – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

پاکستان دامریکا سره دمرستې پریکون اعلان کړ – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

پاکستاني استخباراتي چارواکودامریکاسره داړیکوپریکولو په موخه خپل استخباراتي معلوماتو دشریک کولو څخه  پریکون اعلان کړ.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر  د امریکا نه  پاکستان ګواښولو ته  د پای ټکي ایښودو  غوښتنه وکړه چې نور داهیواد دترهګروپه نوم نه تورن وي امریکا  پاکستان  د ترهګرو نه په ملاتړ تورنوي  او د همدې امله يي  د نوموړي هیواد ۹۰۰ میلیونه ډالري  عسکري  مالي مرسته وځنډوله.

پاکستان  د امریکا ددې پریکړې په مقابل کې  د نوموړي هیواد سره  د استخباراتو شریکول  ودرول. د پاکستان د دفاع وزیر  دستګیر  وویل چې  د امریکا لخوا پر پاکستان د عسکري مرستو د درولو په مقابل کې پاکستان  هم  د امریکا سره  استخباراتي او عسکري همکاریو د درولو پریکړه وکړه.

هغه په  امریکا  غږ وکړ چې پاکستان ته د ګواښونو نه لاس واخلي. پاکستان  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  د خپل مسئولیت نه هم ډیر څه کړي دي. امریکا هم باید خپل مسئولیت  پر ځای کړي.

امریکا له پاکستانه غوښتي چې نور دافغانستان له جګړو لاس واخلي اووسله والوته دځای ورکولوڅخه پرشاشي،خوپاکستان دا اودې ته هرډول تورنه رد کړي دي.

خوپاکستاني استخباراتوویلي چې دوی القاعده ورته په ګونډو کړه دوسله والومشران یې وځپل اوځینې نور یې اختلافاتوته اړه کړل چې دې سره وسله وال طالبان هم کمزوري شوي خوبیاهم امریکا ترې راضي نه شوه ،نودوی غواړي چې هرډول مرسته ونه کړي اوامریکاسره دمرستې کومزي وشکوي. 


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

يوه تبصره

  1. زه طالیابنو ته وایم په غور کی سی په یوه کورکی جاودانه کری دادی کور وال تو کافران هو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *