چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور / خبرونه / افغانستان / دامریکا نوي ځواکونه به دهیوادشمال اوژمني عملیاتو کې برخه وال وي

دامریکا نوي ځواکونه به دهیوادشمال اوژمني عملیاتو کې برخه وال وي

  د امريکا متحد ايالتونه دنوې ستراتیژۍ په موخه دلومړي ځل لپاره د مطرح شوي پلان سره  سم مرستندویه ځانګړي ځواکونه اوتجهزات افغانستان ته لیږدوي.

په همدې اړه د امريکا متحدو ايالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، یاد ځواکونه به د روان ميلادي کال په پسرلي کې افغانستان ته ولېږل شي.

په پام کې ده  چې په اول پړاو کې به څه باندې ١٠٠ سرتېري افغانستان ته ولېږل شي، خو د هغوى د ګمارنې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شي په اعلاميه کې راغلي چې دغه قواوې به د يوې لېوا په چوکاټ کې افغانستان ته لېږل کېږي چې هدف به يې افغان قواوو ته روزنه او ورسره همکاري کوي.

د امريکا د پوځ يوه مطبوعاتي مسؤل کريسټورفر اوپارد امريکا غږ ته ويلي چې د مشورې ورکولو او مرستې د ځانګړي ځواک لېږل له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د همکارۍ برخه ده.

یوه ډله کارپوهان داکار دافغانستان په ګټه ګڼي ،خوداډله هغه کسان دي چې په افغانستان کې دموجوده حکومت ملاتړي بلل کیدای شي .

خوبله ډله بیا وايي چې نور به هم په افغانستان کې دجګړو داورلمبې تازه شي اوجګړه لادوام وکړي،هغوی وايي چې کیدای شي جګړه دې ځل دهیواد دجنوبي ولایتو څخه شمالي ولایتونوته ولیږدول شي،هغوی وايي چې تردې وړاندې بهرنیانو خپل مخالف جګړه مارې ډلې شمالي ولایتونه ته مجبوره کړې ترڅودوی هم هلته ور ورمیږي،چې دې جوزجان ته داعش اوکندز ته وسله وال طالبان فعال شوی دی.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *