چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په یوې ماشومې جنسي تیري او قتل یې سخت غبرگون پارولی

په یوې ماشومې جنسي تیري او قتل یې سخت غبرگون پارولی


په پاکستان کې په یوې ۷ کلنې ماشومې باندې جنسي تیری او بیا د هغې وژنې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرگون پارولې دی.

په پاکستان کې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو سخته غوسه او خپگان څرگند کړ چې د قصور په ښار کې د یوې ٧ کلنې ماشومې مړی په خځلو کې وموندل شو.

٧ کلنه زینب د پنجشنبې په ورځ لادرکه شوې وه چې د سه شنبې په ورځ یې مړې په خځلو کې وموندل شو. پولیسو بیا وویل چې زینب د جنسي تشدد نه وروسته وژل شویده.

په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضونو نه وروسته خلک په قصور کې لارو کوڅو ته راوتلل او د دغې وژل شوې ماشومې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.

پولیسو په مظاهره چیانو ډزې وکړې چې دوه تنه پکې ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.

د سوات اوسیدونکې ملالې یوسفزۍ په خپل ټویټر کې ولیکل

“د زینب په هکله چې مې واوریدل نو زړه مې خوږ شو. په قصور کې دغه ٧ کلنه ماشومه ځورول شوې او وژل شویده. پکار ده چې داسې بیا ونشي. حکومت او چارواکي دې پدې اړه اقدامات وکړي.”

د نوازشریف لور مریم نواز هم ټویټ وکړ او د خپل حکومت نه یې وغوښتل چې مسؤلو کسانو ته دې داسې سزا ورکړل شي چې بل څوک داسې کار ونکړي

د حقوقو مبارزې منیبه مزاري بیا لیکي

“مونږ انسانان وینو خو انسانیت نه وینو”.

جمیله کاکړ چې په اسلام اباد کې د ماشومانو د حقونو مبارزه ده امریکا غږ ته وویل چې “داسې ډول پیښې د ډیر وخت نه د پاکستان په گوټ گوټ کې کیږي. زما په فکر لومړی مسؤلیت د مور او پلار او د هغې نه وروسته د چارواکو او حکومت دی.”

خو هغه زیاتوي چې په ټولنه کې د انسانانو په نوم ځنې “ځناور” اوسیږي چې په ماشومانو یې هم رحم نه کیږي.

په قصور ښار کې په ٢٠١٥ کال کې یوې ډلې کسانو د ٢٠٠ نه په زیاتو ماشومانو جنسي تیري کړی و او د هغوي ویډیوگانې یې جوړې کړې وې. تر اوسه پورې پولیس د هغې پیښې په مسولینو پسې گرځي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *