چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا د ډیورنډ پولي څار ته الوتکي استوي – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

امریکا د ډیورنډ پولي څار ته الوتکي استوي – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

د امریکې دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان د سویلي پولو د څارلو لپاره له نوي ایم-کیو-۹ الوتکو ګټه اخلي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي چې د لومړي ځل لپاره له پوځي (جنرال اټومیک) شرکت سره قرارداد کوي څو وتوانیږي له پرمختللو الوتکو څخه په ګټنې موثر اطلاعات ترلاسه کړي.

د امریکایی ځواکونو د سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي: “هغه قرارداد چې له جنرال اټومیک شرکت سره کیږي د دوو کلونو لپاره دی او د ۲۰۱۹مالي کال وروستیو کې پای ته رسیږي. دا الوتکې د معلوماتو ټولولو او څارنې ترڅنګ د افغانستان په سویل کې د سمندري ځواګونو بیړنیو معلوماتی اړتیاوو ته هم ځواب وایي.”

د دې الوتکو د کارونې موخه په وخت سره د اطلاعاتو ټولول ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده په نړیوال سازمان کې د امریکا د استازې نیکي هیلې په ګډون د امنیت شورا ځینو نور غړي د افغانستان د وضعې د څیړلو لپاره راتلونکې اونۍ افغانستان ته سفر وکړي.

په عین حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان خپلو اتباعو لپاره خطرناکه هیواد بللی او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې پاکستان ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: “اوسمهال پاکستان د ترهګرو د فعالیتونو او امریکا ضد روحیې له امله د امریکايي اتباعو د تګ راتګ لپاره مناسب ځای نه دی. د دغه هیواد په ځینو برخو لکه خیبر پښتونخوا کې ګواښ ډير زیات دی.”

د امریکا او پاکستان اړیکې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کیدو او هغه مهال چې امریکا افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، خرابې شوې.

د امریکا د نوې ادارې له رامنځته کیدو راهیسې پر پاکستان فشارونه زیات شوي، څو په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

جلالزی 


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *