چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د قدیر ملیشو امریکایانو باندي باړي وچلولي – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

د قدیر ملیشو امریکایانو باندي باړي وچلولي – خبریال – تازه خبرونه او راپورونه

د ختیځ ننګر هار یوه باوري حکومتي مامور د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط ویلي چې پنجشنبه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د ولیسي جرګې د غړي ظاهر قدیر ملېشو پر امریکايي ځواکونو مخامخ ډزې کړي چې وروسته د بهرنیانو له لوري پر یادو ملېشو بمباري شوې‌ده.

دغه سرچینه وايي، د ملېشو پر ډزو بهرنیانو او د هغوی پر بمبارۍ ملېشو ته تلفات اوښتي؛ خو په‌دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

له څه باندې یو کال راهیسې ظاهر قدیر په اچین او شاوخوا سیمو کې د داعشیانو پر ضد ملېشې اچولي او له‌دې ډلې سره په نښته کې دی. ظاهر قدیر د ننګرهار په شینوارو کې د داعشیانو د ډېروالي او زیانونو په اړه ولسي جرګې او امنیت شورا ته خبرداری ورکړی‌دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل عبیدشینواري  وویل، د اچین په مامند دره کې د ظاهرقدیر ملېشو بهرنیانو ته تلفات اړولي او د ده د لومړنیو معلوماتو له‌مخې د بهرنیانو په بمبارۍ کې تر ۱۸ ملېشې وژل شوې‌دي.

د ظاهر قدیر په سلګونو ملیشي له کلونو راهیسي په ننګرهار کې فعالي دي او په بیلا بیلو برخو کې له ځان سره وسلي ګرزوي او تر ډیره د مرکزي حکومت خبره نه مني.

لال‌حبیب د اچین په ولسوالۍ کې د ظاهر قدیر د قوماندې لاندې د داعشیانو پر وړاندې جنګېږي. هغه سلام وطندار سره لنډې خبرې وکړې، چې د خبرې له بشپړولو یې وړاندې ټلیفون پرې شو.

حبیب مني هم مني چې د دوی او بهرنیو ځواکونو تر منځ نښته شوې او له نښتې وروسته بهرنیانو بمبار کړی او د دوی ۱۵ ملګري یې وژلي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي هم د نوم نه ښودلو پهوویل، پېښه کې دواړو لوریو ته مرک‌وژوبله اوښتې ده. دی زیاتوی، د ظاهرقدیر ملېشو ۳ بهرنیان وژلي او بهرنیانو په هوايي برید کې د قدیر له ۱۰ تر ۱۵ ملېشې وژلې.

بهرنیو ځواکونو سملاسي همدومره ویلي، له‌دغه ډول راپورونو خبر شوي چې وروسته به یې په اړه معلومات رسنیز کړي.

د یادولو ده چې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر تر دامهاله په رسمي ډول د دې پېښې په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *