پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / اسلامي ليکنې / د زراعتي ځمکې حريم او د کلي چارګه

د زراعتي ځمکې حريم او د کلي چارګه

تر ټولو د مخه د انلاين اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پس له سلامه زه یوه پوښتنه لرم پوښتنه لرم هغه داسیّ چی زموږ په کلی کی چی هر څوک د خپلی زراعتی ځمکی په سر د غره په لمن کی کورونه جوړوی زمونږ د ځمکی په سر زمونږ یو کلیوال کور جوړ کړی چی زمونږ د کورنی هیچا نه ورباندی خرڅ کړی او نه یی هم اجازه ورکړی چی دوی د کور ورباندی جوړ کړی اوس مونږ غواړو چی د دوی د کور شاته کور جوړ کړو د دوی دد کور شاته دوی په باقی ځمکه کی د خپلو څارويو لپاره ځای جوړ کړی چی د مونږ د کور په جوړلولو کی خنډ  دی نو اوس ایا مونږ کولای شو چی د دویِ هغه د مال لپاره ځایونه ونړوو او د دوی د کلا لپاره شرعیی حریم پریږدو مننه نصرت الله له کابل نه د

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول د کور حريم : د دفع فاضيلابو ، د واورې غورځولو ، عمومي دروازه او د تيرېدلو په اندازه چې څومره ځای ضرور وي د کور حريم بلل کيږي .

دوهم – د زراعتي ځمکې حريم : د ضرورت په اندازه لکه اوبول ، د حيواناتو تګ راتګ ، وچول او نور .

وحريم أرض زراعة: قدر ما يحتاجه زارعها لسقيها، وربط دوابها، وطرح سبخها ونحوه، كمصرف مائها عند الاستغناء عنه، لأن كل المذكور من مرافقها(فقه الاسلامي وادلته ) .

دريم – د کلي او يا ټولو کليوالو مشترک حريم او چارګه :

د انسانانو او حيواناتو د استوګنې ځای ، د ماشومانو د لوبو ځای ، د سيل او اوبو لاره او نور ضروريات .

فحريم القرية المحياة: النادي (وهو المجلس الذي يجتمعون فيه ويتحدثون) ، ومرتكض الخيل، ومناخ الإبل، ومطرح الرماد ونحوها كمراح غنم ومسيل ماء وملعب صبيان(فقه الاسلامي وادلته ) .

دا خبره کوم چې په خلکو کې عامه ده چې په غره او چارګه کې يوازې هغه کس حق لري چې ځکه د غره په لمن کې وي (د پټي سر د غره تر څوکې) .

نو بيا هغه کليوال څه کوي چې د دوی پټي د غره په څنګ کې نه وي ؟

اصلاً د زراغتي ځمکې د حريم پرته نور غر او چارګه د ټولو کليوالو شريکه ده او دوی بايد په پوره انصاف په هغه تصرف وکړي بل ضرر ونه رسوي نور له حق څخه منع او محروم نه کړي .

او بايد دا مسئله د سيمې د علماوو په مشوره د هر ډول جنجال پرته حل شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *