پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / افغانستان / له طالبانو سره مو مخامخ خبر نه دي کړي

له طالبانو سره مو مخامخ خبر نه دي کړي


د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه رپوټونه بې‌اساسه ګڼي، چې ګواکې د افغان حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو له وسله‌والو طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

اسوشیټیډ پریس رپوټ ورکړی، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي له وسله‌والو طالبانو سره په دوه جلا جلا کتنو کې د سولې مخامخ خبرې کړې دي.

خو د ملی امنیت شورا ویاند قادرشاه له امریکا غږ سره په خبرو کې دغه رپوټ بې‌اساسه وباله او وې ویل، د افغانستان د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره، د سولې هر ډول مذاکرات د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا پر مخ وړل کیږي.

هغه وویل “د سولې د مذاکراتو په اړه د اسوشیټیډ پریس په رپوټ کې هغه ادعا چې، د ملي امنیت شورا دفتر له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او یا هم په دغې پروسه کې ناهمغږي وجود لري، په کلکه ردوم. له خبري رسنیو څخه مو توقع دا ده، چې ټول خبرونه له دقت او پوره کره‌والي وروسته نشر کړي”.

ښاغلي قادر شاه زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره په هره برخه کې هڅې کوي او د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر، د سولې د مذاکراتو په پروسه کې، د سولې د عالي شورا له هڅو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.

له دې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو منلې وه، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په تړاو غیر رسمي تماسونه لري.

طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *