پنجشنبه , فبروري 22 2018
کور / خبرونه / نړۍ / پاکستان: د ښځو له ملا تیر نه د مغز ایستلو پېښو څېړنه کېږي

پاکستان: د ښځو له ملا تیر نه د مغز ایستلو پېښو څېړنه کېږي

د پاکستان عامې روغتیا فدرالي وزېره سایره افضل تارړ وايي، پنجاب ایالت کې د ښځو له ملا تیر نه د مغز سپاینل فلویډ ایستلو پېښو څېړنې لپاره یې یوه کمېټه ټاکلې ده.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې دغو کسانو د څه هدف لپاره د ښځو له بدنونو مغز ایستل

چارواکي وايي دغه پېښې د پنجاب ایالت حافظ اباد سیمه کې شوې او د یو شمېر ښځو د ملا له تیر نه داسې حال کې اوبلن مغز ایستل شوي، چې دوی پرې خبرې نه وې.

سپاینل فلویډ یا د هډوکي مغز د دماغ او ملا تېر شاوخوا کې یو ډول اوبلنه ماده ده، چې دماغ او د ملا تیر د جټکې یا ټپي کېدو په صورت کې له زیانه ژغوري.

ایف ای اې: پنجاب کې د ماشومانو تر ټولو ډېر نامناسب فلمونه پر انټرنېټ خپرېږي

پر څلور کلنې ماشومې د جنسي تېري مشکوک کس ډي این اې ورته ده

د اووه کلنې زينب د وژنې په تور يو کس نيول شوى

بل لور ته ځايي پولیسو ویلي، دغه قضیه کې یې څلور کسان نیولي دي.

د ګوجرانواله سیمې پولیسو یو افسر اشفاق احمد خان بي بي سي ته وویل، سرفراز نومي سړي د سیمې اوسېدونکو ښځو ته ویل، چې حکومت د بیوزله نجونو او کونډو د واده لګښت لپاره پېسې ورکوي، خو شرط پکې دا دی، چې باید دغه نجونې او ښځې نه یوازې یوه فورمه لاسلیک کړي، بلکې د طبي معایناتو لپاره د وینې بېلګه هم ورکړي.

پولیس وايي تورن کس د وینې بېلګې تر لاسه کولو په پلمه د هغو ۱۲ ښځو د ملا له تیرونو مغز ایستلي، چې د ده خبره یې منلې ده.

چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې دغو کسانو د څه هدف لپاره د ښځو له بدنونو مغز ایستل. پولیس دغه راز وايي، د سیمې اوسېدونکو ته د سرفراز او یوې نیول شوې ښځې امنه کړه وړه مشکوک ښکاره شول او پولیس یې پرې خبر کړل.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

پولیس وايي تورن کس د وینې بېلګې تر لاسه کولو په پلمه د هغو ۱۲ ښځو د ملا له تیرونو مغز ایستلي، چې د ده خبره یې منلې ده.

پولیس وايي دغو کسانو ښځې روغتون ته نه بیولې، بلکې د امنې کور کې یې د هغوی له بدنونو مغز ایستل، چې په وینا یې د کور فریج کې د ۱۲ ښځو د (سپاینل فلویډ) بېلګې موندلې دي.


Source link

خپرندوی خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *