دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د هېواد د بزګرو جایدادونه باید خوندي شي

د هېواد د بزګرو جایدادونه باید خوندي شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د بزګر ورځ د جشن د مراسمو په پای کې چې زماهېواد، زما بزګر ترنامه لاندې جوړ شوي وو، نن ماښام له یو شمېر بزګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه، جمهوررئیس غني بزګرو، باغوانانو او د کرنې سکتور منسوبینو ته د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د اسلام په مقدس دین کې کار عبادت دی او زه له تاسې څخه له دې امله چې زیاتو خلکو ته مو د کار زمینه برابره کړی ده مننه کوم.

هغه دغه راز په کابل کې د پرونۍ تروریستي پېښې په خاطر د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه وې ویل، د پرون ورځ پېښه زموږ د سولې د پیغام پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول دي، خو سولې ته د رسېدو لاره چې څومره سخته وي، نه یې پرېږدو.

جمهوررئیس د اوبو د مدیریت په اړه وویل، اوبه زموږ ابرو ده، موږ باید د هېواد اوبه مهار او ټول خلک ورته په عادلانه ډول لاسرسی ولري.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د هېواد له ځمکو څخه زیاته ګټه نه ده اخېستل شوی، موږ برنامې لرو چې ټولو بزګرو ته د شرعي قبالو د وېش زمینه برابره کړو او باید د بزګرو جایدادونه خوندي شي.

محمداشرف غني په بامیانو کې د کچالو پیداوار ته په اشارې وویل، د چپسو د تولید فابریکې د جوړېدو په حال کې دي او باید د بهرنیو چپسو د واردولو مخنیوی وشي. هغه زیاته کړه: بزګرباید اصلاح شويو تخمونو ته لاسرسی ولري، ترڅو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه شي.

جمهوررئیس وویل: د زعفرانو تولیداتو په چین کې ښه بازار لر او باید د دې او نورو کرنیزو محصولاتو بازار موندنه زیاته شي. هغه زیاته کړه چې جلغوزي دې د پاکستان د بازار له انحصاره خلاص شي او که چېرې زعفرانو، جلغوزیو،بادامو او ځېرې ته بازارموندنه وشي، په کلني ډول به زموږ هېواد کابو دوه میلیارده ډالر عواید ولري.
جمهوررئیس د کرنې میکانیزه کېدو ته په اشارې وویل، بزګري باید په علم بدله شي او کرنیز وسایل باید بدل او عصري شي او په دې برخه کې دې کرنې وزارت له بزګرو سره ګډ کار وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د بزګرو کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې وویل، باید بازارموندنه په درې محورونو- ملي بازار، سیمه ییز بازار، او بین المللي بازار استوار وي چې د ملي بازار په برخه کې کورنیو تولیداتو ته ۲۵ سلنه لومړیتوب ورکول شوی دی او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په ګډون به ټولې دولتې ادارې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.
جمهوررئیس کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کرنې ټولې اتحادیې دې تثبیت کړي او دا اتحادیې باید د مشخص مهر او لاسلیک لرونکي وي.
هغه پر دې په ټینګار چې کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه زموږ دنده ده او د سیمه ییز بازار په اړه یې وویل، اوس سیمه ییز بازارونه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر مخ پرانیستي دي او د ازبکستان د ترمذ په ښار کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو بسته بندي پراختیا مومي او ددې بسته بندۍ کیفیت باید معیاري شي.
د هېواد جمهوررئیس د بین المللي بازارموندنې په اړه وویل، له اروپایي هېوادونو او دغه راز د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د مذاکرې په حال کې یوو چې د افغانستان تولیداتو ته بازار پیدا کړو او له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره به هوایي کوریدور هم پرانېستل شي.
په دې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني هم خبرې وکړې او د کرنې د ودې او پیاوړتیا په برخه کې یې د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د هوایي دهلیز له لارې بین المللي بازارونو ته د افغان بزګرانو د محصولاتو لارموندنې د کرنې سکتور له ودې او پیاوړتیا سره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه د اوبو له سم مدیریت سره به زیاتې ځمکې خړوبه شي او په نوي کال کې به سترې پروژې لکه د هلمند د زمینداور کانال، د اندخوی کانال او د کندز، جوزجان او سرپل په ولایتونو کې د اوبولګولو سیستم زیاتې ځمکې خړوبې کړي.
وروسته اغلې مشتري، عبدالحمید او علي ګل د هېواد د نورو بزګرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوررئیس او کرنې وزارت له رهبرۍ یې د کرنې سکتور او بزګرو ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.
هغوی د میوو او ترکاریو لپاره د لا زیاتو سړوخونو د جوړولو، پروسس او بسته بندۍ او دغه راز خپلو کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې غوښتونکي شول.#


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *