د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو له استازو سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو د لا همغږۍ، انسجام او موثریت لپاره په افغانستان کې د دغه سازمان د واحدې (One UN in Afghanistan) پالیسۍ جوړولو د کاري پرمختګ راپورونه واورېدل.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هرې ادارې د راپور له اورېدو وروسته، وویل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان واحده پالیسي لا ډېر کار ته اړتیا لري او د دغې پالیسۍ د ژر بشپړولو لپاره یې ورته مشخصې لارښوونې وکړې.
Source link