دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال نیکلسن: پر پاکستان فشار زیاتوو

جنرال نیکلسن: پر پاکستان فشار زیاتوو


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسن وايي پر پاکستان خپل فشارونه زیاتوي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلي نیکلسن وويل چې د وسله والو طالبانو د رهبرۍ ډېر غړي د لوی کندهار له ولایتونو څخه دي چې د سولي په بهیر کې د سیمي د اوسیدونکو هڅي ځانګړې اغېز لري.

نوموړي وويل چې د سولې د مذاکراتو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي چې یوه برخه یې پر پاکستان د فشارونو زیاتول دي. جنرال نیکلسنوویل چې پر پاکستان فشار د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.

هغه وویل “پر پاکستان خپل فشارونه زیاتو چې په افغانستان کې د سولي له هڅو سره مرسته وکړي. همدا رنګه پدې برخه کې نړیوال ديپلوماتیک فشارونه هم شته چې د کابل او تاشکند په غونډو کې نړۍ د سولي له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ خو موږ به خپل نظامي فشارونه هم زیاتوو چې حکومت (افغان حکومت) له یوه قوي موقف څخه د سولي خبري مخ ته یوسي.”

خو د بهرنیو ځواکونو قومندان دا ونه ویل چې پرپاکستان به څه ډول فشارونه زیاتوي؟

جنرال نیکولسن د دوشنبې په ورځ( اپریل۱۶) د افغانستان د کابینې دځينو غړو او مرسته کونکو هیوادونو د استازو سره یو ځای کندهار ته تللی و.

په دغه سفر کې د افغانستان د ملي امنیت مشر، د کورنیو چارو او قبایلو وزیران، د امریکا، کاناډا، اسټرالیا، سویډن او ناروې سفیران هم وو. دوی د سولي، امنیت او د را روانو ټاکنو په اړه د کندهار له ځايي چارواکو او ولسي مشرانو سره ولیدل، خبرې او سلا مشورې یې ورسره وکړې.

په همدې حال کې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانګزي په پاکستان کې د مېشتو افغان ګډوالو حضور د افغانستان د امنیت لپاره لویه ستونزه وبلله او زیاته يې کړه چې وطن ته د افغان کډوالو ستنیدل له سیاسي او امنیت له ثبات سره مرسته کولی شي.

کندهار او ټاکنې

افغان او امریکايي مقامات د افغانستان د سیاسي نظام د پیاوړتیا لپاره را روانې ټاکنې او په کې د خلکو پراخ حضور د امنیت لپاره مهم ګڼي.

د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وايې چې افغان امنيتي قواوو د ټاکنو د امنیت لپاره خپل بشپړ چمتو والی لري. خو زیاته يې کړه چې په کندهار کې د رایه ور کولو د ۶۳ مرکزونو کمښت له ځايي خلګو سره اندېښنې پیدا کړي.

د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر دوې ورځې مخکې پيل شو، خو عمومي اندېښنه داده چې د هلمند او اروزګان په څېر ولایتونو کې امنیتي ننګونې زیاتي دي او ممکن خلګ پکې زیات حضور ونلري.

دغه راز بیا په کندهار او زابل ولایتونو کې د نسبي امنیت په موجودیت کې د رایه ورکولو د مرکزونو د شمېر کموالي د خلګو په منځ کې داسي اندېښنې پیدا کړي چې که رڼو او شفافو ټاکنو ته پام زیات نشي ممکن د تیرو جنجالي ټاکنو تجربه بیا تکرار شي.


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *