دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان ځواکونو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ بیا جګړه پيل سوې. – کندهار ورځپاڼه

د افغان ځواکونو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ بیا جګړه پيل سوې. – کندهار ورځپاڼه







کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)د پکتیا ولایت چارواکي وايي په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو پر افغان پوځيانو برید کړی چې وروسته جګړه رامنځته سوې.
د چارواکو په وینا دمګړی ددواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه ده. سرچینه وايي افغان ځواکونو غوښتل په انزیرکي کنډو سیمه کې د وسله والو طالبانو د اکمالاتي لارې د بندولو په موخه چاڼیز عملیات وکړي چې پاکستاني عسکرو ورباندې برید کړی. تر اوسه د تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل سوي. چارواکي وایي چې سیمې ته به مرستندویه ځواکونه ولېږي. تېره ورځ هم د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ نښته وسوه، چې په دې نښته کې یو افغان سرتېری شهید او څلور پاکستاني عسکر ووژل سول.







Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *