دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د خوست په ځاځي میدان کې د افغان پوځ له خوا د پراخو عملیاتو پیل – خامه پرس پښتو

د خوست په ځاځي میدان کې د افغان پوځ له خوا د پراخو عملیاتو پیل – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Mon Apr 16 2018, 10:59 am

د افغانستان د ملي اردو ځواکونو نن د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالی په مربوطاتو کې عملیات پیل کړل.

په سوېل ختېځ کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قومانداني وایي، د پکتیا ولایت ډنډه پټان او ځاځي میدان ولسوالیو اړوند سیمو کې د (فتح) په نوم ګډ عملیات پیل شول.

سرچېنه زیاتوي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د فتح په نوم ګډ چاڼیز عملیات د پکتیا ولایت ډنده پټان او د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالیو اړوند مربوطاتو کې نن ورځ چې د ۱۳۹۷کال د وري میاشتې له ۲۷ نیټې سره سمون لري، د تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرل شعورګل تر قوماندې لاندې پیل کړل.

د تندر قول اردو په وینا، په دې عملیاتو کې د تندر قول اردو جزوتامونو سربیره ټول امنیتي ځواکونه ګډون لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ځاځي میدان ولسوالی په اوږدو کې پرون د افغان سرحدي پولیسو او پاکستان پوځ ملېشو ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د پاکستان پوځ یو شمېر سرتېري ووژل شول.

د دغو نښتو په ترڅ کې د ځاځی میدان ولسوالی دوه ځایي اوسېدونکې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *